پلخمري (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د بغلان د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، د ځمکې لاندې اوبو سطحې د کښته کېدو له امله يې په دغه ولایت کې د ژورو څاهګانو پر کیندلو بندیز لګولى دى.
د بغلان ولایت د سيندیزې حوزې ریاست د ځمکې لاندې اوبو څانګې مسوول انجنیر نذیر احمد عتیل د زمري په ۵ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په تېر ژمي کې د واورو کم اورښت له امله د ځمکې لاندې اوبو کچه ټيټه شوې ده.
دی وايي چې د دوى د سروې له مخې، که چېرې د اوبو د سپما لپاره تدابير ونه نيسي، نو د کال تر پايه به په دغه ولايت کې د اوبو کچه تر درېيو مترو پورې ټیټه شي.
هغه وايي، په بغلان کې یې د یخ جوړولو فابریکو له مسوولینو غوښتي چې له اوبو سره احتیاط وکړي او د اوبو او انرژۍ وزارت په مشوره یې ولسوالیو ته هم مکتوبونه استولي څو د ژورو څاهګانو د کیندلو مخه ونیول شي.
نوموړی زیاتوي چې د دوى د نوې تګلارې له مخې، په یاد ولايت کې له ٦٠ مترو ښکته د ژورو څاهګانو د کېندولو اجازه نشته دى.
بلخوا کروندګر هم وايي چې سږ کال د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د بغلان د ډنډغوري سيمې يوه کروندګر محمد حسن پژواک ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د اوبو کچه ټيته ده، نو ځکه ډېرو کروندګرو د شولو پرځاى لوبيا کرلې دي.
هغه وايي: «تېر کال هم اوبه کمې وې، خو سږ کال ډېرې کمې دي؛ که چيرې دغه ستونزه حل نه شي، بزګران به له سخت اقتصادي تاوان سره مخ شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پيل کې د بغلان د کرنې رياست له کروندګرو غوښتنه کړې وه چې د اوبو د کمښت له امله په خپلو ځمکو کې د شولو پرځاى نور توکي وکري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP