کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): په هلمند ولایت کې د کجکي بند د دویم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه چې ورسره د دغه بند د برېښنا د تولید کچه له ۵١ میګاواټو څخه ۱۵١ میګاواټو ته لوړه شوه.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ کال په مرغومي میاشت کې د ياد ولایت د کجکي بند درې توربینونه ۵۰ میګاواټه برېښنا تولیدوله او د «۷۷» ترکي ودانیز شرکت له خوا یې پر درېيو نورو توربينونو کار روان و، څو په فعالېدو سره يې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵١میګاواټو ته لوړه شي.
اوس دغه پروژه بشپړه شوې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د رییسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د یادې پروژې په پرانيستغونډه کې وويل، حکومت د دې وړتیا لري چې پانګهوالو ته په هېواد کې دننه د پانګونې زمینه برابره کړي.
هغه وویل، له هغو کسانو چې په تېرو کلونو کې یې پر جګړې پانګهونه کوله، غوښتنه وکړه چې اوس د افغانستان د اقتصاد په برخه کې پانګهونه وکړي او حکومت يې امنيت تامينوي.
نوموړي زیاته کړه: «افغانستان په سترو قربانیو او سرښندنو سره ازاد او د نوي حکومت په راتګ سره اداري فساد، رشوت، غصب او دغهراز قومي او مذهبي تعصب له منځه ولاړل.»
دغهراز د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغنی برادر اخوند وويل چې افغانستان د بهرنيو پر مرستو او خيرات نه جوړېږي او افغانان کولاى شي خپل هېواد په خپلو توليداتو اباد کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستيال شیرمحمد عباس ستانکزي یادې پروژې ته په اشارې سره وويل: «دا چې په خپلو مشرانو باور ولرو او مشران په ولس باور ولري، دا چې په خپله ځان را پورته کړو، دا مو د اینده نسل له غلامۍ څخه د خلاصون یوازینۍ لار ده.»
ده زياته کړه: «خوشحاله یم چې هغه هلمند ته راغلي یو چي د افغانستان د ویاړ پګړۍ یې پورته کړه... نن هغه هلمند کې د یوې پروژې افتتاح کېږي چي اوس یې هم انګلستان کې پوځي جنرالان د نوم په اورېدلو لړزېږي.»
د برېښنا شرکت مرستیال مولوي عبدالرحمن رحماني د يادې پروژې په پرانیست غونډه کې وویل، چې تر کندهار پورې د مزي پیاوړتیا او د کندهار او غزني لوړ ولټاژ مزي نښلول د راتلونکې سترې پروژې دي، چې په مسیر کې به یې ۵ سب سټېشنونه جوړ شي.
په افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای په یادو مراسمو کې وويل چې کجکي بند به کندهار او هلمند ته په پوره ډول برېښنا چمتو کړي.
د ده په وينا، ياده بشپړه شوې پروژه د برېښنا ترڅنګ د کروندګرو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.
ارګینای زياته کړه: «زموږ او د افغانستان اړیکې زیاتې او ژورې دي چې د کجکي پروژه یې یوه نمونه یادولای شو.»
دى وايي چې برېښنا د اقتصادي بنسټونو د رغونې لپاره مهمه ده.
د هلمند د برېښنا شرکت مشر د تېر کال په مرغومي کې پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د یاد بند د هغه مهال له برېښنا څخه د هلمند ولایت کجکي، سنګین، موسیکلا او ګرشک ولسوالۍ او د هلمند او کندهار ښارونه برخمن وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP