ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د برېښنا د پرچویو له زیاتېدو شکایت کوي

کابل ښاریان د برېښنا د پرچویو له زیاتېدو شکایت کوي

author avatar
28 Jul 2022 - 16:23
کابل ښاریان د برېښنا د پرچویو له زیاتېدو شکایت کوي
author avatar
28 Jul 2022 - 16:23

 کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۱): د کابل ځیني ښاریان، د برېښنا له دوامداره پرچویو شکایت لري او ادعا کوي چې د برېښنا ریاست د برېښنا په وېش کې له عدالته کار نه اخلي، خو د دغه شرکت مسوولین د برېښنا په وېش کې بې عدالتي ردوي او وايي، د برق کموالی د برېښنا د پرچوۍ زیاتوالي لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې هم د کال په دې موده کې ښاريانو د برېښنا د پرچوۍ له زياتوالي شکايت کاوه او د برېښنا ریاست يې د برېښنا په وېش کې پر بې عدالتۍ تورناوه.

هر کال د اوړي په موسم کې د تودوخې له لوړېدو سره، د برېښنا ریاست له لوري د برق پرچوي زیاتېږي؛ ځکه د تودوخې په زیاتېدو سره په هېواد کې دننه د برېښنا د تولید کچه کمېږي.

پژواک خبري اژانس د قلعه زمانخان، خوشحال خان، کمپنۍ، کارته پروان، دشت برچي، کارته نو، دارالامان، چهارقلعه، وزير اباد، چهلستون، بنايي، د قلعه زمان خان پاس سړک، هودخېلو او بګراميو له یو شمېر اوسېدونکو سره مرکې کړې دي، چې ټول مرکه کوونکي د برېښنا له پرچویو شکایت کوي، خو هر يو يې په دې اړه بېلابېل معلومات شريک کړي دي.

د کابل ښار د قعله زمان خان اوسېدونکې ذکيه په تېره يوه مياشت کې برېښنا پرچوي له زياتوالي شکايت کوي او وايي: «هر کال د هوا په ګرمېدو او د اوړي په راتلو سره د برېښنا پرچوي زیاتېږي، له بده مرغه چې د اوړي په موسم کې د برېښنا نشتوالی یوه لویه ستونزه ده.»

هغې د برېښنا ریاست د برق په وېش کې پر بې عدالتۍ تورن کړ او زیاته یې کړه: «له بده مرغه موږ چې په ۲۴ ساعتونو کې ډېر برق ولرو، ۸ ساعته، نور وخت برېښنا نه لرو، هم ټوله ورځ او هم د شپې چې ډېر ضرور ده، بې برېښنا یو.»‎

د دغې مېرمنې په خبره، په ټوله کې د ورځې څلور ساعته او د شپې له خوا له څلورو ساعتونو کمه برېښنا لري.

ذکيې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې برېښنا ریاست د برق په وېش کې پر بې عدالتۍ تورن کړ؟ وویل: «زموږ يو خپلوان د وزير اباد په چهار کلا کې ژوند کوي، هغه راته وويل چې که په ٢٤ ساعتونو کې دوه ساعته برېښنا ونه لري، پاتې ٢٢ ساعته برېښنا لري؛ همدا ډول په کومه سیمه کې چې موږ اوسیږو، د کابل سیند ته نږدې، د سیند پر دې غاړه له بې برقۍ سخت په تنګ یو او د سیند هغه غاړه چې د بنایي سیمه ده، اصلاً د برېښنا پرچوي نه لري.»

د بنايي سيمې اوسېدونکى نثار احمد او د وزير اباد د چهار کلا اوسېدونکې ساره وايي، نه اوس او نه هم په تېر نظام کې د دوى په سيمو کې د برېښنا دوامداره پرچوي رامنځته کېده، پرته له هغه حالته چې یا به چېرته د برق پایه ویجاړه شوه او یا به هم د کابل عمومي برق پرې کېده.

دغه راز د کابل ښار د دشت برچي اوسېدونکی محمد هم مېرمن ذکيې ته ورته شکايت لري او وايي، د برېښنا د وېش لپاره منظم پروګرام نشته، پرچوي په ټولو سيمو کې یو شان نه ده.

هغه زياته کړه: «داسې شپې راغلې چې برق پنځه دقیقې راغلی او بېرته تللی، داسې وخت راځي چې ټول ویده وو او د سهار له اذان او ۴ بجو مخې بېرته قطع کېږي. د بریښنا لپاره منظم مهالویش شتون نه لري.»

هغه زياته کړه، د هوا له ګرمېدو سره د برېښنا نشتوالى يوه جدي ستونزه ده چې حکومت بايد په دې برخه کې یو منظم پلان او پروګرام جوړ کړي، څو ټول ښاريان په مساوي ډول له برېښنا ګټه پورته کړي.

د کابل ښار د کارته پروان اوسېدونکې صدف هم وويل: «په دې ګرمه هوا کې د برېښنا له نشتوالي شکايت کوم، هوا ډېره ګرمه ده او چارواکي بايد پاملرنه وکړي، په دې ګرمو ورځو کې دې برق نه ځي، واقعاً چې ټول خلک په عذاب دي، موږ د برېښنا د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو، ان سم خوب هم نه شو کولای، زموږ غوښتنه دا ده چې مسوولین پاملرنه وکړي او برېښنا قطع نه کړي.»

صدف وايي، د برېښنا په وېش کې له عدالته کار نه اخيستل کېږي، په ځينو سيمو کې د پرچوۍ ساعتونه لږ دي، خو یو شمېر سیمې بیا ډېره برېښنا لري.

هغه د کابل ښار د خېرخانې سیمې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: «زموږ خپلوان په خېرخانه کې ژوند کوي، دوی د ورځې له خوا پرچوي لري، خو کله چې د شپې ویده کېږي، هیڅ پرچوي نه لري، که یې وهم لري، د کم وخت لپاره وي.»

د کابل ښار د خېرخانې د درېيمې حصې اوسېدونکې مريم وايي: «د ورځې هم منظم برق نه وي او د شپې هم پرچوي لرو، خو د شپې په اوږدو کې پرچوي ډېره نه وي، لکه څرنګه چې په نورو سیمو کې دومداره پرچوي موجوده وي.»

ټول مرکه کوونکي له برېښنا شرکته غواړي چې د برېښنا په وېش کې له عدالته کار واخلي او د ښاریانو ستونزې په پام کې ونیسي.

د برېښنا شرکت وياند حکمت الله ميوندي پژواک ته وويل: «په دې وروستيو کې زموږ هېوادوال په کابل کې د برېښنا له پرچویو شکايت کوي، د پرچویو يوه لويه ستونزه دا ده چې وچکالي ده او د ابي برېښنا توليد نه لرو او کومه وارداتي برېښنا چې له خپلو ګاونډیانو یې اخلو، هغه په منظمه توګه د تړون له مخې اخلو، چې په هغه کې هیڅ ډول کمښت یا ستونزه نه ده رامنځته شوې.»

دی وایي، د هوا په ګرمېدو سره د مصرف کچه لوړه شوې او د اوبو کچه هم ټيټه شوې چې په نتیجه کې د پرچویو کچه ورسره لوړه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د خلکو هغه شکايتونه ردوي چې ګواکې برېښنا په ناعادلانه ډول وېشل کېږي او وايي: «برېښنا د کابل ښار په هېڅ يوه برخه کې په غېرعادلانه ډول نه وېشل کېږي او په منظم ډول د مهالوېش له مخې وېشل کېږي.»

د نوموړي په وينا، د برېښنا ډېره برخه د ورځې له خوا صنعتي او توليدي شرکتونو او دولتي ادارو ته ورکول کېږي.

سرچينه زياتوي: «له دې ټولو سره سره، برېښنا شرکت ارام نه دی ناست او په دې هڅه کې ده چې څنګه کولای شي د برېښنا د زياتوالي لپاره له داخلي سرچينو کار واخلي، او هڅه يې دا ده چې هر څومره اوبه زیاتې شي او اوبه پیدا شي، شبکه فعاله کړي او موږ کولای شو چې ډاډمنه او منظمه برېښنا جوړه کړو.»

هغه له ښاریانو غواړي چې د برېښنا له ډېرې کارونې ډډه وکړي؛ څو لګښت کم او پرچوي له منځه لاړه شي.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.