Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ترافیکي پېښې درې کسان ټپیان کړل

غزني (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۱): د غزني په قره ‌باغ ولسوالۍ کې له یوه سراچه ډوله موټر سره د امنیتي ځواکونو د رېنجر موټر د ټکر له امله درې کسان سخت ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن د قره باغ اړوند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.

هغه وایي: «نظامي کسانو ته ستونزه نه ده پېښه شوې، یاد ټپي کسان درې واړه ملکیان دي چې حالت یې نازک ښودل شوی، فعلآ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. «

د ده په خبره، د کابل ـ کندهار لویه لار په دې وروستیو کې ډېره خرابه شوې او ډېرې ترافیکې پېښې له همدې امله رامنځته کېږي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکې پېښې رامنځته کېږي چې تر ډېره د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، خراب او تنګ سړکونه او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د دغو پېښو لاملونه بلل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.