مزارشریف (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): په بلخ ولايت کې د هوا له ګرمېدو سره سم هره ورځ سلګونه سیلانیان د شولګرې ولسوالۍ له خواجه سکندر او شفا چینو څخه لیدنه کوي.
د بلخ شولګرې ولسوالۍ د دوو مشهورو چینو (خواجه سکندر او شفا) په درلودو سره یو شمېر سیلانیان ځانته جذب کړي دي.
د یادې سیمې يوه اوسېدونکي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وويل چې شولګرې ولسوالۍ ته هره ورځ سلګونه کسان راځي، لامبي، میلې کوي او د سیمې له زرغونو سیمو څخه ليدنه کوي.
حسین په شولګرې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ بولي او وایي، د پخواني نظام له سقوط وروسته دې ولسوالۍ ته د سيلانيانو ورتګ ډېر شوى دى.
دغهراز يوه سيلاني غلام یحیى پژواک ته وويل، د خواجه سکندر چینې په دې وروستیو کې بې شمېره سیلانیان ځانته جذب کړي، ښکلې، سړه او پاکه هوا لري.
هغه وایي، شولګرې ولسوالۍ ته د شمال له بېلابېلو ولایتونو څخه هره ورځ بې شمېره خلک ورځي او له ښکلو طبيعې سيمو څخه یې ليدنه کوي.
د بلخ ولایت يو بل اوسېدونکی محرابالدین وایي، نه یوازې خواجه سکندر چینه بلکې د شولګرې ولسوالۍ ډېری سیمې ښکلې او زرغونې دي.
هغه زیاتوي چې یاده ولسوالي د خواجه سکندر او شفا په نوم د دوو چينو ترڅنګ، پراخې زړهراښکونکې نورې سيمې او سيند هم لري.
بلخوا د شولګرې ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وایي چې تېره میاشت شاوخوا ۳۰زره سیلانیانو له بلخ، سرپل، جوزجان او سمنګان ولایتونو څخه دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي.
د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي محمدخان فاتح وايي چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ډاډمن دى.
هغه زیاتوي، هره ورځ سلګونه کسان دغې ولسوالۍ ته د میلې لپاره ورځي.
فاتح په یادې ولسوالۍ کې د یوه پارک له جوړېدو خبر ورکوي او زیاتوي چې تېره یوه میاشت شاوخوا ۳۰۰۰۰ سیلانیان دغې ولسوالۍ ته ورغلي دي.
د يادونې ده، تېر کال په هېواد کې له سياسي بدلون وروسته ګڼ خلک بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کوي او سيمې له نږدې ويني.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP