تېره یوه میاشت کې ۱۴۰ بهرنیو سیلانیانو هرات ته سفر کړی
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو پر ساتنې او پالنې د ټينګار ترڅنګ وايي، د تېرې يوې مياشتې په موده کې ١٤٠ بهرنيو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړى او له تاريخي او سياحتي ځایونو يې ليدنه کړې ده.










