ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځاځي اریوب ته ورغلي سیلانیان له حکومته د معیاري خدماتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي

ځاځي اریوب ته ورغلي سیلانیان له حکومته د معیاري خدماتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي

author avatar
25 Apr 2023 - 16:12
ځاځي اریوب ته ورغلي سیلانیان له حکومته د معیاري خدماتو او اسانتیاوو غوښتنه کوي
author avatar
25 Apr 2023 - 16:12

ګردېز (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۲): د تېر کمکي اختر په ورځو کې د پکتیا د اریوب ځاځي ولسوالۍ تفریحي سیمې ته یو شمېر ورغلي سیلانیان وايي، هلته د اوسېدو ځایونه، روغتيايي او مخابراتي خدمات په نشت حساب دي.

دغه سیلانیان له حکومته غواړي چې آریوب ځاځي ولسوالۍ ته ورغلې لار دې په اساسي ډول جوړه او سیلانیانو ته د اوسېدو لپاره لازمې اسانتیاوې او معیاري خدمات وړاندې کړي.

 له هلمند ولایته یادې سیمې ته ورغلي سیلاني عبیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ځاځي اريوب ولسوالۍ تفريحي سيمه ډېرې په زړه‌پورې منظرې لري او د تفريح لپاره ډېر مناسب ځای دی، خو له بده‌مرغه چې د امکاناتو له پلوه ډېر پام نه دی ورته شوی.»

هغه زیاته کړه، په یاده سيمه کې ټيلي‌فون او انټرنټ کار نه کوي، په داسې حال کې چې د سیلانیانو لپاره د اوسېدو ځای او روغتيايي اسانتیاوو ترڅنګ، مخابراتي او انټرنټي خدمات هم ډېر اړین دي.

د نوراغا همدرد په نوم یوه کس -چې له کابله آریوب ځاځي ولسوالۍ ته ورغلی- وايي: «د ځاځي اريوب تفريحي سيمې ته زيات خلک د اختر په ورځو کې راځي، خو د نورو امکاناتو ترڅنګ په دې ځای کې باید یو مجهز هوټل او روغتيايي مرکز هم جوړ شي چې خلک ورته زياته اړتيا لري.»

د پکتيا ولايت چارواکي د ځاځي اريوب ولسوالۍ تفريحي سيمې ته د ورغلو سيلانيانو یادې ستونزې مني خو وايي، د تېر کال په پرتله يې خلکو ته اسانتياوې برابرې کړې دي.

د يادې ولسوالۍ مرستيال عبدالمعين سباوون پژواک ته وویل: «په تېرو څو اخترونو کې دغه سيمه قراردادي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوې وه چې د خلکو لپاره يې د خوراک څښاک، اوسېدو ځای سيستم برابر کړی و او همدا ډول ۱۰ کيلومتره هغه سړک پراخ شوی او ترميم شوی چې دغه سيمې ته ورغلی دی.»

سباوون زیاته کړه، په سږني کوچني اختر کې هره ورځ په منځني ډول د سېلانيانو ۲۵۰۰ موټر دغې سيمې ته داخل شوي او د سیلانیانو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی دی.

د نوموړي په خبره، يو شمېر سيلانيان د څو شپو لپاره هم په یاده سيمه کې پاتې کېږي چې د سياحت دغه موده د اختر تر لسو ورځو پورې دوام کوي.

ځاځي اريوب ولسوالي له مرکز ګردېز څخه ۹۰ کيلومتره لرې، له ډيورنډ فرضي کرښې سره جوخته پرته ده او سرسبزه غرنۍ سیمې لري.

په هېواد کې د جګړې له ختمېدو وروسته هر کال د اختر په ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو زرګونه کسان د سیل او تفریح لپاره ورځي.

Visits: 692

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.