لښکرګاه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د هلمند د عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په بست روغتون کې يې د پښتورګو ناروغانو د درملنې په موخه د وينې تصفيې (همیوډياليز) دوه ماشینونه فعال کړل.
د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر سید احمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ماشینونه یې د روغتيا د ودې او مدیریت (OHPM) او باران موسسو په مالي مرسته د ۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت فعال کړي دي.
ده وویل چې پخوا په هلمند کې دا ماشینونه نه و، خو اوس یې پرمټ به د پښتورګو ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي او خلکو ته په وړيا توګه خدمات وړاندې کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «پخوا به موږ ناروغان د پښتورګو د وينې تصفيې لپاره کندهار یا کابل ته لېږل او ډېر لګښت به ورباندې راتلو، خو اوس له نيکهمرغه چې دغه ماشینونه موږ په هلمند کې لرو او له دې وروسته به ناروغان نورو ولایتونو ته نه ځي.»
login or register a new account.