منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند په بست روغتون کې د وینې د تصفيې دوه ماشينونه فعال شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۴۱ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۱): د هلمند د عامې روغتيا ریاست وايي، د دغه ولایت په بست روغتون کې يې د پښتورګو ناروغانو د درملنې په موخه د وينې تصفيې (همیوډياليز) دوه ماشینونه فعال کړل.

 د یاد ولایت د عامې روغتيا رییس ډاکټر سید احمد سعید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ماشینونه یې د روغتيا د ودې او مدیریت (OHPM) او باران موسسو په مالي مرسته د ۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت فعال کړي دي.

ده وویل چې پخوا په هلمند کې دا ماشینونه نه و، خو اوس یې پرمټ به د پښتورګو ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي او خلکو ته په وړيا توګه خدمات وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «پخوا به موږ ناروغان د پښتورګو د وينې تصفيې لپاره کندهار یا کابل ته لېږل او ډېر لګښت به ورباندې راتلو، خو اوس له نيکه‌مرغه چې دغه ماشینونه موږ په هلمند کې لرو او له دې وروسته به ناروغان نورو ولایتونو ته نه ځي.»

 بلخوا هغه کسان چې د پښتورګو پر ناروغۍ اخته دي، د روغتيا ریاست له دې اقدامه خوښ دي او وايي چې له دې وروسته به نورو ولایتونو ته د درملنې په موخه نه ځي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی خان محمد چې اوس په بست روغتون کې بستر دی، وايي چې مخکې به د وينې د تصفيې په موخه کابل يا کندهار ته تللو او ډېر لګښت به یې کېده.

دی وايي، اوس خوښ دی چې په خپل ولایت کې يې ستونزه حلېږي او د نورو ولایتونو تګ ته اړ نه دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا