Language

ننګرهار کې یوه کس خپله ښځه وژلې ده

جلال اباد (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې يوه کس خپله ښځه وژلې ده او امنیه قومانداني وايي چې دغه کس د تېښتې په حالت کې نیول شوی دی.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رييس زابلي د زمري په ۹مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د جلال اباد ښار د اتمې ناحيې اړوند د جانان‌خان کلا سيمه کې يوه ځایي اوسېدونکي خپله ښځه وژلې ده.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه پر وخت سيمې ته رسېدلي او ياد کس يې د تېښتې په حالت کې نيولى دی.

نوموړي دا هم وويل چې د قتل انګېزه معلومه نه ده خو نيول شوی کس اوس په امنيه قوماندانۍ تر پلټنو لاندې دی.

د امنیې قوماندانۍ له لوري پژواک ته په رالېږل شوې ويډيو کې نيول شوی کس پر خپل جرم اعتراف کړى خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

هغه ويلي: «نوم مې سلطان دی، د فتح‌خان زوی، اصلاً د دره نور ولسوالۍ اوسېدونکی يم، اوس قلعه جانان خان کې اوسېږم، ما خپله ښځه وژلې، اوس مجاهدينو بندي کړی يم.»

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ پوليسو په جلال‌اباد ښار کې د غلا په تور درې کسان نيولي دي.

د قوماندانۍ وياند پژواک ته وويل چې د لومړۍ حوزې پوليسو په ياده سيمه کې درې کسان د غلا په تور نيولي او اوس په امنيه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، څو ورځې وړاندې د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحيې مربوطاتو کې يوه ښځه د خپل خاوند د قتل په تور نيول شوې وه.

Related Topics