Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې د افغان او ایراني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده

زرنج (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): سیمه­‌ییزو سرچینو په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی او وايي، په دې نښته کې چې درې ساعته یې دوام درلود، یو افغان سرتېری وژل شوی او لږ تر لږه یو بل ټپي شوی دی.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نښته نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د کنګ ولسوالۍ په «دروېشک» کلي کې د افغان او ایراني پوله‌­ساتو ځواکونو ترمنځ شوې ده.

نوموړی وايي، دغې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې پای ته ورسېده. هغه وویل چې اوسمهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

سرچینې زیاته کړه، په پېښه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.