زرنج (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): سیمهییزو سرچینو په نیمروز ولایت کې د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی او وايي، په دې نښته کې چې درې ساعته یې دوام درلود، یو افغان سرتېری وژل شوی او لږ تر لږه یو بل ټپي شوی دی.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه نښته نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د کنګ ولسوالۍ په «دروېشک» کلي کې د افغان او ایراني پولهساتو ځواکونو ترمنځ شوې ده.
نوموړی وايي، دغې نښتې شاوخوا درې ساعته دوام وکړ او نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې پای ته ورسېده. هغه وویل چې اوسمهال وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
سرچینې زیاته کړه، په پېښه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، د پېښې ټپيان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې نښتې انګېزه معلومه نه ده، خو د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري پیل شوې وه.
نوموړي څرګنده کړه چې د دې نښتې د انګېزې معلومولو په اړه څېړنې روانې دي.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رییس مفتي حبیبالله هم د جزئیاتو له وړاندې کولو پرته د افغانستان او ایران د پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښته تاییدوي.
هغه وویل: «موږ د پېښې د څېړلو په حال کې یو، له څېړنو وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک کړو.»
په نیمروز کې سرحدي قوماندان مولوي محمدابراهیم طلوعنیوز ته تایید کړې چې په دې نښته کې د اسلامي امارت یو سرتېرې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د جون په وروستیو کې هم د افغانستان او ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه چې چارواکو یې لامل ناسم پوهاوی بللی و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










