ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د پکتيا ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو  ۳ افغانان ټپيان شوي»

«د پکتيا ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو ۳ افغانان ټپيان شوي»

author avatar
31 Jul 2022 - 20:02
«د پکتيا ډنډپټان کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو  ۳ افغانان ټپيان شوي»
author avatar
31 Jul 2022 - 20:02

ګردېز (پژواک، ٩ زمرى ١٤٠١): سرچينې وايي، په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته شوې او د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې درې عام افغانان ټپيان شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس خالقيار احمدزي پژواک ته وويل: «دوه ورځې وړاندې په ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر يوې لفظي شخړې وروسته ډزې شوي چې له امله يې درې عام افغانان ټپيان شوي دي.»

هغه زياته کړه چې د پېښې ټپيان ټول نارينه دي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 نوموړي په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو طلوع نيوز د ځايي سرچينو په حواله ليکلي چې په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني سرتېرو په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس دغه راز وويل چې تر يادې پېښې وروسته د ډنډپټان لويه لار د سوداګريزو توکو او مسافرو پرمخ تړل شوې ده.

خو دی زياتوي، د دواړو لوريو ترمنځ خبرې روانې دي او تمه شته چې لار بېرته خلاصه شي.

نوموړي دا ونه ويل چې لار چا تړلې او شخړه څنګه رامنځته شوې ده.

نږدې پنځه مياشتې وړاندې هم د ډنډپټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ډيورنډ فرضي کرښې ته نږدې پر هغو افغانانو ډزې شوې وې چې غوښتل يې پاکستان ته واوړي.

په ياده پېښه کې دوه کسان وژل شوي وو او يو شمېر نور بيا پاکستانيانو له ځانه سره بيولي وو.

Views: 616

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.