کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
افغانستان بانک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن (د زمري ۹) د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو یوه بله نغدي بسته کابل راورسېده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اندازه پيسې، چې نن کابل ته را ورسېدې، د هېواد يو سوداګريز بانک ته وسپارل شوې.
دغه بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ، له هغوى غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري وکړي او په دې لاره کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن