منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۰۴ کتنې

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.­

افغانستان بانک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن (د زمري ۹) د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو یوه بله نغدي بسته کابل راورسېده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اندازه پيسې، چې نن کابل ته را ورسېدې، د هېواد يو سوداګريز بانک ته وسپارل شوې.

دغه بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ، له هغوى غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري وکړي او په دې لاره کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په دغه ټویټ کې زیاته شوې چې مرکزي بانک له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه هم له دغه بانک سره ښې بانکي اړیکې ولري او له افغانستان سره د بانکي راکړې ورکړې لپاره بېرته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد