کابل (پژواک ۹ زمری ۱۴۰۱): مالیې وزارت وايي، د نفت او ګازو د استخراج چينایي (اکسوس) کمپنۍ د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا، د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.
د یاد وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نفت او ګازو د استخراج چينایي (اکسوس) کمپنۍ مشر نن له مالیې وزیر سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت سره د یاد چينایي شرکت د ۲۰ سلنه شراکت هوکړه، نهايي شوه او رسماً د مالیې وزیر له لوري د قرارداد لاسلیکولو هدایت ورکول شو.
سرچينه زياتوي، یاد چينایي شرکت ته د قشقرې د تېلو د استخراج قرارداد سپارل شوی دی، چې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت د شل سلنه شراکت په ملتیا به په ګډه سره د قشقرې له څاګانو څخه تېل استخراجوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP