زرنج (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز امنیتي مسوولینو د دغه ولایت چخانسور او چهار برجک ولسوالیو کې د جنګي تجهیزاتو د دوو زېرمو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي محمدمهاجر پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د چخانسور ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د منسوبینو په یوه اوپراتیفي او کشفي عملیاتو کې یو ۷۵ ډوله توپ، یوه دهشکه، ۱۰۰ د ۷۵ ډوله توپ مرمۍ او ۴۵ صندوقه د دهشکې مرمۍ کشف او ترلاسه شوي دي.
هغه وایي، یاد مهمات د چخانسور ولسوالۍ د امیر بنیاد سیمه کې کشف شوي؛ خو په دې تړاو څوک نه دي شوي.
په همدې حال، د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالله انس وایي، د یادې ولسوالۍ د کمال خان بند په سیمه کې په یوه خالي کور کې ۶ کلاشینکوفونه، یو راکټ او یو میل پیکا ماشیندار کشف او ترلاسه شوی دی.
د سرچینې په خبره، د دې پېښیې په تړاو هم لاتراوسه څوک نه دي نیول شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP