کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وایي چې يونيسف د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کوچیانو لپاره ګرځند ښوونځي جوړوي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د زمري په ۹مه پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، د کوچيانو چارو سمون رياست د يونيسف له مرستندويې ادارې سره يوې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د کوچي ماشومانو لپاره ګرځنده ښوونځي جوړ کړي.
د سرچینې په خبره، دغه ګرځنده ښوونځي به له کوچي ماشومانو سره د ښوونیز بهير په جاري ساتلو کې ډېره مرسته وکړي.
بلخوا د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ویاند حمدالله فطرت په دې اړه پژواک ته وویل چې په دغو ۱۲ ولایتونو کې کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، میدان وردګ، بامیان، بلخ، کندز او غزني شامل دي او پاتې درې نور ولایتونه به له سروې وروسته مشخص شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP