ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کانکور ازموینه د نجونو او هلکانو «د جلا صنفونو د ظرفیت ټاکنې» له امله تر اوسه ځنډول شوې

کانکور ازموینه د نجونو او هلکانو «د جلا صنفونو د ظرفیت ټاکنې» له امله تر اوسه ځنډول شوې

author avatar
1 Aug 2022 - 08:20
کانکور ازموینه د نجونو او هلکانو «د جلا صنفونو د ظرفیت ټاکنې» له امله تر اوسه ځنډول شوې
author avatar
1 Aug 2022 - 08:20

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د دوولسم ټولګي ځیني فارغان په داسې حال کې د کانکور ازموینې د ژر پیلېدو غوښتنه کوي چې سږ د تېر کال په پرتله شاوخوا ۳ میاشتې ځنډ په کې راغلی او چارواکي وایي، ښايي تر څو ورځو پورې یې مهالوېش اعلان شي.

د راپورونو له مخې، تېر کال د کانکور ازموینه په درېیو پړاوونو کې د غويي له اتمې بیا د غبرګولي تر ۱۵ مې واخیستل شوه، خو سږ کال تر اوسه د لوړه زده‌کړو وزارت د کانکور ازموینو مهالوېش نه دی اعلان کړی.

د دوولسم ټولګي یو شمېر فارغان د دې ازموینې ځنډ اندېښمن کړي او د ژر تر سره اخیستو غوښتنه یې کوي، خو د لوړه زده کړو وزارت وایي، کېدای شي د کانکو ازموینو مهالوېش تر راتلونکو څو ورځو پورې اعلان شي.

د کابل ښار له قابلبای لېسې فارغې ناهید پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو کال مخکې له ښوونځي فارغه شوې او اوس د کانکور ازموینې ته په ډېره بي صبرۍ په تمه ده.

هغې وویل: «د کانکور ازموینې ته مې چمتووالی نیولی، خو دغه ازموینه وځنډېده، اوس یې یو ډول ناامیده کړې یم؛ ځکه ځیني وایي، ممکن نجونو ته د ازموینې چانس ورنه کړل شي، ځيني نور بیا وایي چې تخنیکي څه ستونزه ده او حل به شي.»

هغه په داسې حال کې چې وایي د کانکور ازموینې په ځنډ سره یې د زده کړو وخت ضایع کېږي، هیله څرګندوي چې د لوړو زده کړو وزارت دې د روان کال کانکور ازموینې نېټه معلومه کړي او ژر دې واخلي.

د پروان د کوه صافي ولسوالۍ د جُرغاتیو له لېسې فارغ شوی حسین‌احمد هم وایي چې سږ کال د کانکور ازموینه د تمې خلاف ډېره و ځنډېده.

هغه وایي: «هيڅ کال هم د کانکور امتحانونه دومره نه وو ځنډېدلي، ثور میاشت کې به لس شپې مخکې یا لس شپې وروسته پیلېدل، خو سږ کال دا څو میاشتې شوې چې امتحانونه ځنډېدلي او تر اوسه هم نامعلوم دي.»

دی هم له حکومته غواړي چې د کانکور ازموینه ژر واخلي، څو نور دغه انتظار پای ومومي.

د لوګر ولایت د ګلنګار له جهادي لېسې فارغ شوی نوروز هم له حکومته غوښتنه کوي چې د کانکور ازموینه ژر تر ژره واخلي؛ ځکه چې د وخت په تېرېدو سره یاد کړي درسونه هېریږي.

د ازموینې ملي ادارې یو کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخېستل شي، وایي چې دغه اداره د کانکور ازموینې اخیستو لپاره پوره چمتووالی لري، خو په دې اړه د لوړو زده‌کړو وزارت هدایت ته په تمه دي.

هغه زیاتوِ چې د لوړو زده‌کړو وزارت باید په دې اړه ورسره خپل پلان او د هر پوهنتون ظرفیت شریک کړي، څو دوی یې له مخې ازموینه پیل کړي.

د ده په وینا، دغې ادارې څو ځلې لوړو زده‌کړو وزارت ته وړاندیز کړی چې د کانکور ازموینه ژر پیل کړي.

دی وایي چې په لوړو زده‌کړو وزارت کې په دې اړه یوه کمېټه کار کوي او ازموینه به هم د همدې کمېټې له هدایت وروسته واخیستل شي.

خو د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه د کانکور ازموینې د ځنډ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کانکور ازموینه د نجونو او هلکانو «د جلا صنفونو د ظرفیت ټاکنې موضوع» له امله ځنډېدلې ده.

هغه زیاته کړه چې د دغه وزارت د محصلانو معینیت پر دې موضوع کار کوي.

خیرخواه د ازموینې د پیل کره وخت په ګوته نه کړ، خو ویې ویل چې «ممکن را روانو ورځو کې» اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر حکومت پر مهال نجونو او هلکانو په پوهنتونونو کې مختلطو ټولګیو کې زده کړې کولې، خو د نوي سرپرست حکومت له رامنځته کېدو وروسته یې ټولګي او درسي ورځې هم بېل شول.

دا مهال په ځینو پوهنتونونو کې د اونۍ په جفت ورځو کې نجونې او په تاق ورځو کې هلکان پوهنتونونو ته ځي، خو په ځینو کې د نجونو او هلکانو درسي وختونه له غرمې مخکې او له غرمې وروسته وېشل شوي دي.

د یادونې ده، روان ښوونیز کال د وري په لومړیو کې پیل شو، خو د نجونو له شپږم پورته ټولګيو پیل وځنډول شو.

د پوهنې وزارت هغه مهال وویل، په دې اړه پر یوه طرحه کار روان دی چې له بشپړېدو وروسته به یې پورته ټولګي هم پیل شي خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.

Visits: 229

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.