Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې د کلالي لوښو د تولید له ډېرېدو سره بازار یې هم غوړېدلی

بامیان (پژواک،۱۰ زمری ۱۴۰۱): د بامیان صنعتګر په دغه ولایت کې د کلالي/ خټینو لوښو د تولید ډېروالي او د پلور بازار د غوړېدو خبر ورکوي.

هغوی وایي، د کلالۍ (خټینو لوښو جوړولو) صنعت له مودو وروسته بېرته په دغه ولایت کې ژوندی شوی او اوسمهال ښه بازار لري.

د دغو لوښو یوه تولیدونکي امیرعسکري پژواک ته وویل: «په اوسنیو شرایطو کې د کلالي صنعت له ښه بازاره برخه‌من دی او هره ورځ یې د مینه‌والو شمېر ډېریږي؛ له څو قلمه رنګونو پرته نور ټول خام مواد یي په دغه ولایت کې برابریږي، بناً موږ کولی شو چې په کم لګښت او په ښه کیفیت د کلالۍ اجناس تولید کړو.»

هغه زیاتوي، په لومړیو کې د امکاناتو د نشتون او د کافي تجربې نه لرلو له امله دوو کسانو په دغه صنعت کې فعالیت درلود چې له دوو کلونو وروسته وتوانېدل چې په دغه صنعت کې ۷ کسان شامل کړي او په کمه موده کې د یاد صنعت په بیا را ژوندي کولو کې بریالي شوي؛ اوسمهال د هر ډول کلالي لوښو د تولید وړتیا لري.

نوموړي له اړوندو مسوولینوغوښتنه وکړه څو دغه صنعت ته د یوه مشخص ځای ټاکلو او لا ښه بازارموندنې برخه کې همکاري او پاملرنه وکړي.

د دغه صنعت یو مینه‌وال محمد جواد وایي: «په لومړیو کې په دې باور وم چې کلالي یوازې یو لرغونی میراث دی او د استفادې وړ به نه وي، خو د کور د ډیزاین او ورځنۍ استفادې لپاره د کلالي موادو له خریدارۍ او ورسره اشنايي وروسته اوس یې له کیفیت او ښایسته راضي یم.»

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.