[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱) : امریکایي رسنیو د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د کابل په هوایي برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
دا برید پرون سهار د کابل ښار د لسمې حوزې اړونده د شېرپور په سیمه کې ترسره شوی و، یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د استوګنې یو کور په نښه کړی و.
امریکایي تلویزیون ( سي ان ان) واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او نورو رسنیو د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د کابل په دغه برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.
که څه هم د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلی، خو سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر بایډن به څو شېبې وروسته د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د یو لړ بریالیو عملیاتو په تړاو خبري کنفرانس ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن ۱۱ کاله مخکې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژل شوی و.
تر دې مخکې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح لله مجاهد د شپې ناوخته په یو لړ ټویټونو کې ویلي وو، چې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د لومړۍ میاشتې په دوهمه نېټه د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه مسکوني کور هوایي برید ترسره شوی.
هغه زیاته کړې، په لومړیو کې د پېښې نوعیت څرګند نه شو. د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ارګانونو دپېښې پلټنه وکړه او په لومړنیو پلټنو يې دا ومونده چې یاد برید د امریکايي ډرون الوتکو له لوري شوی.
مجاهد ویلی، دا برید که په هره پلمه شوی وي، د افغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او د نړیوالواصولو او د دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.
د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.
ده زیاته کړې، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.
خو دسرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا نه دي ویلی، چې په برید کې څوک او یا د چا کور هدف ګرځول شوی او مرګ ژوبله یې لرله که نه.
[/restrict]
Views: 155
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن