زرنج (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د نیمروز مسوولین په دغه ولایت کې د اوبو څاهګانو د پاکولو لپاره د ۱۲۰۰ کیلوګرامه کلورینو او بېوزلو کورنیو سره د چرګوړو د تولید د ۵۰ دستګاوو د مرستې خبر ورکوي.
د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي صدیقالله نصرت وویل، نن بېوزلو او بې سرپرستو کورنیو ته د چرګوړو د تولید ۵۰ دستګاوې له ټولو امکاناتو سره ووېشل شوې.
نوموړی وایي، دغه مرستې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو این اچ سي ار) او (اکرو) موسسې له خوا د نیمروز ولایت د کډوالو چارو ریاست په همکارۍ وېشل شوې دي.
د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته د چرګوړو د تولید دستګا ترڅنګ، د لمریزې برېښنا یوه دستګاه، یوه بترۍ، دوه بورۍ (۵۰ کیلويي) د چرګوړو خوراکي مواد او د چرګوړو د تولید لپاره د اړتیا وړ نور وسایل ورکړل شول.
په دغه حال کې د اکرو موسسې مسوول انجنیر عبیدالله رحماني وویل، بې سرپرستو کورنیو ته د دغو دستګاوو د وېشلو موخه کارموندنه او د بېوزلۍ کمول دي.
هغه زیاته کړه: «دغه سروې د نیمروز په لرو پرتو سیمو کې ادامه لري، څو ډېرې مستحقې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولو.»
د یوه بل خبر له مخې، یونیسف په دغه ولایت کې د اوبو پاکولو لپاره د سلګونه کیلوګرامه کلورینو مرسته کړې ده.
د اوبو رسونې ادارې رییس مولوي احسانالله احسان پژواک ته وویل، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) دغه مواد د څاهګانو د اوبو پاکولو په موخه مرسته کړې ده.
د هغه په خبره، تصمیم داسې دی چې له دې کلورینو څخه د زرنج ښار او ولسوالیو د اوبو د وېش په ذخیرو او څاهګانو کې استفاده وشي.
هغه وویل: «اوسمهال مرسته شوي کلورین دخیره کيږي څو پورې چې سیستم فعاله شي؛ دغه کلورین د پوډرو په ډول دي او یوازې د اوبو رسونې په شبکو کې ترې استفاده کېږي، خلکو ته نه ورکول کېږي.»
سرچینه وایي، کورنیو ته د کلورین ټابلېتونو د وېش په موخه له یوې موسسې سره خبرې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP