کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): چارواکي وايي، کابل کې پر يوه کور عمليات د څلورو وسله والو په وژلو پای ته ورسېدل او په عملياتو کې د يوې ښځې په ګډون دوو پوليسو ژوند له لاسه ورکړ او څلور نور ټپيان شول.
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدران تېره ورځ غرمه مهال وویل چې د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند په «کارتې سخي ټاور» کې امنیتي ځواکونو چاڼيز عملیات لرل، خو له یوه کور نه پرې ډزې وشوې او اوس دغه کور کلابند دی.
ځدران تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا اووه بجې وويل چې د دريمې امنيتي حوزې اړوند سخي ټاور سره نږدې امنيتي ځواکونو له خوا پر يوه کور د چاڼيزو کشفي عملياتو په پايله کې «چې د شريرو عناصرو پټنځای و، يو شمېر ووژل شول او يو تن يې ژوندی ونيول شو.»
هغه زياتوي: «همدارنګه دې عملياتو کې زموږ څلور تنه زړور سرتېري ټپيان او د يوې ښځينه پوليسې په ګډون يو زړور پوليس هم شهيدان شول.»
ځدران د وژل شویو وسله والو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد تېره شپه پر خپل ټویټر ولیکل چې د کابل د دریمې حوزې اړوند په کارته سخي سيمه کې د «خوارجو په یوه مهمه ځاله»عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې يې څلور کسه «خوارج» ووژل شول، یو ژوندی ونیول شو او په زیاته اندازه وسلې او مهمات ترې لاسته راغلل.
هغه زياته کړه: «داعشیانو پلان درلود تر څو له ياد مرکز څخه په هغو شیعه هېوادوالو بريد ترسره کړي چې د محرم په ورځو کې د کارته سخي په زيارت کې راټولیږي او شمېر یې زرګونو ته رسيږي.»
ځدران وایي، امنیتي ځواکونو په پوره دقت سره یاد عملیات پر مخ وړل، تر څو عامو افغانانو ته په کې تلفات وانه وړي.
هغه زياتوي: «د وطن او ولس دې شريرو دښمنانو د کابل په شمول د هېواد په ځينو سيمو کې ولسي اهداف په نښه کول چې الحمدالله د خپلو کرغېړنو اعمالو په سزا ورسېدل.»
د سيمې يو تن اوسېدونکي حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات له غرمې وروسته په نږدې شپږنيمو بجو پای ته ورسېدل.
ده وويل چې امنيتي ځواکونو يو تن له ياد کور څخه راوايست او له ځان سره يې يووړ.
د ياد بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP