چاریکار (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱): د پــروان ولایت امنیې قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې درې «وسلهوال غله»- چي یو صراف یې تر تښتولو وروسته وژلی و – نیولي دي.
د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند کامران حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادو نیول شوو کسانو تېره ورځ لومړی له کابل څخه د یوه صراف په ګډون دوه کسان له یوه موټر سره تښتولي او د پروان شینواري ولسوالۍ کې یې غره ته بېولي وو، صراف یې وژلی او بل کس ترې تښتېدلی و.
هغه زیاتوي چې وروسته دغو درېیو کسانو، د تېلو پمپ کې پر یو تن تومانچه را ایستلې وه او پیسې یې ترې وړې وې.
نوموړی وایي چې دغه درې کسان نن ونیول شول.
حبیبي وایي: «له نېکهمرغه د سیاګرد ولسوالۍ مجاهدینو د خپلې سیارې ګزمې په ترڅ کې د یو راپور پر اساس … دغه غله نیولي او څېړنې ترې روانې دي.»
Views: 82
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن