Language

د تکواندو ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو ورزشي سیالیو کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړه

کابل (پژواک، ۱۲ زمري ۱۴۰۱): د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله - چې درې لوبغاړي او يو روزونکى په کې شامل دي – تېره ورځ ناوخته د اسلامي هېوادونو ورزشي سیالیو کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړه.

د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو سيالۍ د زمري له ۱۸مې تر ۲۷مې د ترکیې په قونيه ښار کې ترسره کېږي. په دغو سیالیو کې ۲۷ بېلابېلې لوبې شاملې دي.

د افغانستان د ورزش او بدني روزنې عمومي ریاست د هېواد د تکواندو ملي لوبډله - چې درې لوبغاړي او يو روزونکى په کې شامل دي – تېره ورځ ناوخته په یادو سیالیو کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو لوبو د تکواندو سیالۍ به د زمري په ۱۸مه پیل شي او دوه ورځې به دوام وکړي.

سرچینه زیاتوي چې په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه دوه ورځې مخکې د هېواد د اتلتيک او پارا المپیک لوبډلې هم ترکيې ته تللې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د کراټې او پهلوانۍ لوبډلې به هم په روانه اونۍ کې ترکیې ته ولاړې شي.