ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ژمنو ته خیانت» یا د Promises Betrayed په نوم کتاب بازار ته وړاندې شو

«ژمنو ته خیانت» یا د Promises Betrayed په نوم کتاب بازار ته وړاندې شو

author avatar
5 Aug 2022 - 02:11
«ژمنو ته خیانت» یا د Promises Betrayed په نوم کتاب بازار ته وړاندې شو
author avatar
5 Aug 2022 - 02:11

اټلانټا (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱) : امریکا ته د تازه کډوال شوي افغان ژباړن عبدالجمیل حسن په انګلیسي ژبه لیکلی کتاب «ژمنو ته خیانت» د امریکا د Alive Book Publishing خپرندویه شرکت له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.

حسن پژواک اژانس ته وویل، تیر کال په کابل کې د نظام تر سقوط وروسته له زرګونو نورو افغانانو سره له هیواد څخه ووتل او اوس په امریکا کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، په دې کتاب کې یې د امریکا د ژمنو، د افغانانو د تخلیې او په ځانګړې توګه د افغان ژباړونکو د ستونزو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

هغه وایي، دغه کتاب د امریکا د Alive Book Publishing خپرندویه شرکت له خوا چاپ  او بازار ته وړاندې شوی دی.

د دغه شرکت عملیاتي مشر «ایریک جانسون» وایي، حسن په افغانستان کې له امریکایي او ايتلافي ځواکونو سره په لوړه کچه د ژباړونکي په توګه خدمت کړی دی. نوموړی یو له هغه کسانو څخه دی چې د تېر کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان پرېښود.

دی وایي: «همدا چې ما د ښاغلي حسن کیسه واورېده، پرېکړه مې وکړه چې د هغه کتاب باید چاپ کړم.»

ایرک جانسون ویلي، (ژمنو ته خیانت) یو ډېر مهم کتاب دی؛ ځکه له یوې خوا زموږ د یو داسې متحد د سترګو لیدلی حال دی چې ژوند یې له ګواښ سره مخ و او له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو خورا بې‌مسولیته وتل یې خپله تجربه کړی او له بلې خوا د امریکا د تر ټولې اوږدې جګړې حقایق په منظمه توګه څرګندوي.

په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو پخوانی قوماندان او  بیا د سي. ای. ای مشر جنرال ډیویډ پیټرایس پر دې کتاب سریزه لیکلې ده.

هغه وایي: «ژمنو ته خیانت د جمیل حسن په نوم د هغه افغان ژباړونکي د پام وړ کیسه ده چې له افغانستان څخه امریکې ته په تېښته بریالی شوی دی. د هغه او د هغه له خولې د نوموړي د کورنۍ د سترګو لیدلی حال خورا په زړه پورې دی. په دې کتاب کې چې ډېر الهام بښونکی دی له یوې خوا د ګڼو موضوعاتو په اړه کره وضاحت ورکړل شوی او له بل لوري د ناهیلیتوب او ستومانتیا منعکسوونکی دی او زموږ پام زموږ هغه مسؤلیت ته وراړوي چې تر ډېره بریده ناتمام پاتې دی.»

دا کتاب اوسمهال له انټرنت څخه ترلاسه کېدای شي.

Visits: 170

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.