ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې کوم لوبغاړي ښه وځلیدل ؟

د کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې کوم لوبغاړي ښه وځلیدل ؟

author avatar
5 Aug 2022 - 01:25
د کرکټ په شپږیزه لیګ سیالیو کې کوم لوبغاړي ښه وځلیدل ؟
author avatar
5 Aug 2022 - 01:25

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۱) : په هيواد کې د کورني کرکټ تر ټولو سترې شپږیزې سیالۍ د سپین غر پړانګانو په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې یو شمیر لوبغاړو کې پکې له ځانه ښې وړتیاوې وښودلې.

په افغانستان کې د شپږیزه کرېکټ لیګ سیالۍ د جولای په ۱۸(چنګاښ په ۲۷) د کابل کرکټ نړیوال میدان کې پیل شوې وې چې ۸ لوبډلو پکې برخه اخیستې وه.

په دې لوبډلو کې امو نهنګان، بندامیر ښاماران، بُست ساتوونکي، کابل بازان، مېس عينک اتلان، سپين غر پړانګان، هندوکش او پامیر زلمي  شامل وو.

ګروپي سیالۍ :

په ګروپي سیالیو کې د بست ساتونکو خپلې ټولې اوه لوبې وګټلې  او لومړی مقام یې خپل کړ، سپین غر شپږو لوبو ګټلو سره دویم، کابل بازانو پنخو لوبو ګټلو سره درېیم، مس عینک، امو او بند امیر لوبډلو درېیو ، درېیو لوبو ګټلو سره څلورم ، پنځم او شپږم مقام خپل کړ،  دغه راز هندوکش یوې لوبې ګټلو سره اووم او د پامیر زلمي یوه لوبه هو ونه ګټله او اتم مقام یې خپل کړ.

دویم پړاو سیالیو ته بست، سپین غر، کابل او مس عینک لوبډلو لاره موندلې وه، چې د خپلو لوبو ګټلو سره سپین غر او بست پای لوبې ته لاره پیدا کړه او سپین غر د پای لوبې ګټلو سره اتلولي خپله کړه.

په دې سیالیو کې ځینو لوبغاړو له ځانه سره ځانګړې وړتیاوې وښودلې .

توپوهونکي:

د شپږې لیګ ددې فصل سیالو کې تر ټولو زیاتې منډې د بست لوبډل مشر حشمت الله شهیدي جوړې کړې ، هغه د لسو شپږیزو، ۴۹ څلوریزو او پنځو پنځوسیزو پرمټ ۴۱۱ منډې جوړې کړې.

ورپسې د سپین غر پړانګانو لوبډلمشر نجیب الله ځدران زیاتې منډې جوړې کړې، هغه د ۲۶ شپږیزو، ۳۲ څلوریزو او څلورو پنځوسیزو پر مت ۳۹۷ منډې جوړې کړې، د سپین غر بل لوبغاړی عثمان غني، د ۱۳ شپږیزو ، ۴۳ څلوریزو او درېیو پنځوسیزو پر مټ ۳۷۲ جوړې کړې.

دغه راز د کابل بازانو لوبډلمشر رحمت الله ګربز ۳۴۲، دهمدې لوبډلې ابراهیم ځدراڼ ۳۱۸ منډې جوړې کړې. د محمد نبي زوی او د بست لوبغاړی حسن عیسی خیل ۲۱۴ او د بست سمیع الله شینواری ۲۰۲منډې جوړې کړې.

توپ اچوونکي:

په توپ اچوونکو کې د کابل بازانو لوبغاړی قیس احمد  تر ټولو زیات ۱۴ لوبغاړي په اتو لوبو کې وسوځول، خو بیا هم د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو لپاره اعلان شوې ملي لوبډلې کې نه اخیستل شوی او په احتیاطي لوبغاړو کې دی.

د بست ساتونکو لوبغاړی ضیاء الرحمن هم ۱۴ لوبغاړي سوځولي، خو په نهو لوبو کې، د کابل بازانو لوبغاړی عظمت الله عمرزي ۱۳، د سپین غر لوبغاړی یمین احمدزي هم ۱۳ لوبغاړي سوځولي.

دغه راز د سپین غر اظهار الحق نوید ۱۲، دبست محمد سلیم ۱۱، د سپین غر شرف الدین اشرف ۱۱، د بست فضل حق فاروقي ۱۰، د مس عینک ظاهر خان ۱۰، د بند امیر افتاب عالم ۱۰ او کابل بازانو حسیب الله هم لس لوبغاړي سوځولي.

په یوه لوبه کې  د ډیرو لوبغاړو سوځول:

ددې سیالیو په یوه لوبه کې د امو لوبغاړي یوسف ځاځي تر ټولو زیات لوبغاړي وسوځول، هغه د پامیر ستورو پنځه لوبغاړي وسوځول، دغه راز د مس عینک الله محمد او حمزه څلور ، څلور، د بست عبدالرحمن او د سپین غر اظهار الحق نوید هم څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

د سپین غر شرف الدین اشرف او فرید احمد ملک درې درې،  بند امیر ضیاء الرحمن د امو جمشید خان او د بست فضل حق فاروقي هم درې درې لوبغاړي په یوه لوبه کې وسوځول.

په یوه لوبه کې ډیرې منډې:

د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن الله ګربز د شپږیزې لیګ ددې سیالیو یواځینۍ سلیزه ووهله، هغه د لسو شپږیزو، ۷ څلوریزو پر مټ په ۴۸ توپونو ۱۲۴ منډې جوړې کړې، د همدې کابل بازانو ابراهیم ځدران ۹۱، د بست حشمت الله شهیدي ۹۰، د سپین غر نجیب الله ځدراڼ ۸۳، د هندوکس ستورو لوبغاړی زوبید اکبري ۸۳، د کابل بازانو ابراهیم ځدراڼ ۸۱ او د سپین غر نجیب الله ځدراڼ ۸۱ منډې جوړې کړې.

سلیزې او پنځوسیزې:

د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن الله ګربز د شپږیزې لیګ ددې سیالیو یواځینۍ سلیزه ووهله، هغه ۱۲۴ منډې جوړې کړې، دغه راز نوموړي درې پنځوسیزې هم ووهلې،

د بست لوبډلمشر حشمت الله شهیدي پنځه پنځوسیزې جوړې کړې، د سپین غر لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ څلور پنځوسیزې ووهلې، د کابل ابراهیم ځدراڼ او د سپین غر عثمان غني درې درې پنخوسیزې ووهلې.

ډیرې شپږیزې او څلوریزې:

د شپږیزې په دغه لیګ کې د سپین غر لوبډلمشر نجیب الله ځدراڼ تر ټولو زیاتې شپږیزې ووهلې، هغه په لسو لوبو کې ۲۶ شپږیزې او ۳۲ څلوریزې ووهلې، د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن الله ګربز بیا ۲۴ شپږیزې او ۲۸ څلوریزې ووهلې، د کابل ابراهیم ځدراڼ ۱۴ شپږیزې او ۲۴ څلوریزې، د سپین غر عثمان غني ۱۳ شپږیزې او ۴۳ څلوریزې، د امر اصغر اتل ۱۰ شپږیزې او ۱۰ څلوریزې،  د هندوکش حضرت الله ځاځی ۱۰ شپږیزې او ۱۹ څلوریزې د بند امیر فرمان الله ۱۰ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ، اود بست لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۱۰ شپږیزې او ۴۹ څلوریزې ووهلې.

ویکټ ساتنه:

په ویکټ ساتنه کې د مس عینک محمد شهزاد ترټولو زیات ۱۴ لوبغاړي وسوځول، د بست افسر ځاځی ۸، د پامیر زلميو وحیدالله شفق ۷، د کابل مسعود ګربز ۵، او د هندوکش عبدالهادي درې لوبغاړي وسوځول.

ډیر کیچونه:

د سپین غر عصمت عالم او عثمان غني اوه اوه کیچونه اخیستي، د کابل قیس احمد او د سپین غر شرف الدین اشرف شپږ شپږ، د کابل رحمن الله ګربز، د مس عینک ګلبدین نایب او د بست ساتونک حسن عیسی خېل پنځه پنځه کیچونه اخیستي دي.

د منډو ملګرتیاوې:

د کابل بازانو اوپنرانو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د امو پر ضد د ۱۴۴ منډو ملګرتیا کړې وه، دغه راز د پامیر زلمو اوپنرانو نور علي ځدراڼ او غمی ځدراڼ د کابل بازانو پر  وړاندې د ۱۴۴ منډو ملګرتیا کړې وه،  د بست حشمت الله شهیدي او سمیع الله شینواري د ۱۳۸ منډو، د بست حشمت الله شهیدي او حسن عیسی خیل د ۱۲۶ منډو، د کابل رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ۱۱۱ منډو، د سپین غر نجیب الله ځدراڼ او شوکت زمان د ۱۰۵ منډو، او ۱۰۲ منډو ملګرتیا کړې وه.

دا معلومات د کرکټ د مشهور ویب پاڼې (کرېک انفو) څخه په ګټې اخیستنې راټول شوي.

Visits: 246

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.