ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: عناب د کرونا پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي

د طب پوهان: عناب د کرونا پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي

author avatar
7 Aug 2022 - 15:08
د طب پوهان: عناب د کرونا پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي
author avatar
7 Aug 2022 - 15:08

کابل (پژواک، ۱۶ زمری ۱۴۰۱): ډاکټران، د بدن معافیت لوړولو لپاره له عنابو د استفادې د اغېز په اړه د ځینو وېب‌سایټونو او ټولنیزو شبکو کاروونکو له لوري خپاره شوي مطالب تاییدوي؛ خو وايي، عناب د کرونا ویروس ضد سرچینه نه شي ګڼل کېدای.

ادعا: له عنابو استفاده د کرونا پر وړاندې د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي.

پرېکړه: عناب د کرونا پر وړاندې د بدن معافیت سیسټم په پیاوړتیا کې اغېزناک دي؛ خو مېوې د میکروب او کرونا ضد درملو سرچینه نه شو ګڼلای.

د «ایمنا خبري اژانس» خبري سایټ د «عناب خوړل او د کرونا پر وړاندې د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کول» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي: «عناب د درملو ځانګړتیاوو لرونکې د پام وړ مېوه ده چې د یزد د طبي علومو پوهنتون د یوه غړي په وینا، د بدن د معافیت سیسټم په پیاوړي کولو سره کولای شي چې د انفلوانزا او کرونا د خپرېدو په مخنیوي کې اغېزناک رول ولوبوي.»

د نیمچه ډاکتر په نوم د ټویټر یوه کاروونکي په خپل ټویټر کې لیکلي: «د عناب چای د زنجبیل، لیمو او شاتو سره وڅښئ او ویده شئ، نو رغېږئ، تر ۲ ورځو د یادو څیزونو څښل مه هېروئ چې د کرونا درمل یوازې همدا ۳ دي.»

د طب برخې پوهان هم د بدن د دفاعي سیستم په پیاوړتیا کې د عناب اغېزناکتوب تاییدوي.

د مزارشريف په روغتون کې د عمومي داخله او کرونا ناروغۍ متخصص ډاکتر محمدبصیر خیبر پژواک خبري اژانس ته وويل: «موږ نه شو کولای چې مېوې د کرونا ويروس او ميکروب ضد سرچينې په توګه وګڼو، خو هره مېوه د انسان بدن ته خپلې ګټې لري او د بدن مقاومت لوړوي.»

هغه د دې ناروغۍ پر مهال خلکو ته سپارښتنه کوي او وايي چې له مېوو او سبزیو څخه ډېره استفاده وکړئ، ټولنیز واټن، ماسک تړل او د لاسونو مینځل مراعات کړي، څو له دې لارې د ځان او کورنۍ ژوند وژغورئ.

په ورته مهال، د کابل په انتاني روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل: «عناب … ډېرې ګټې لري او له همدې امله د سره مروارید په نوم هم یادېږي، عناب د کرونا په دوران کې د بدن دفاعي او معافیت سیسټم په پیاوړتیا کې رول لري، پر دې سربېره د ځيګر په پياوړتيا کې هم ګټور دی.»

هغه په داسې حال کې چې ویل یې، عناب د کرونا ویروس له منځه نه شي وړلای، خو پر کرونا اخته کسانو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپل بدن د معافیت سیسټم لوړولو لپاره له عنابه استفاده وکړي.

دغه‌راز په کابل ښار کې د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج پژواک ته وويل، د کرونا د مخنیوي او د بدن پیاوړتیا لپاره نه يوازې د عناب مېوه، بلکې ټول خوراکي توکي لکه ترکاري او مېوې مهم رول لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ هدف دا دی چې باید د بدن داسې معافیتي سیسټم ولرو چې یوازې د کرونا پر وړاندې نه، بلکې د ټولو ناروغیو پر وړاندې پیاوړی وي، که سالم بدن ولرو نو میکروبونه، ویروسونه او ناروغۍ پر انسان اغېز نه شي کولای.»

دغه‌راز د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه وویل: «د دې مېوې په اړه په مشخص ‌ډول څه نه شو ویلای چې ګټوره ده او که نه، خو هر هغه څه چې د بدن د سیسټم پیاوړتیا لپاره ګټور وي؛ کارول یې ګټور ثابتیږی.»

Views: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.