Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې یو دوه کلن ماشوم ژورې څاه ته لوېدلی

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، نن غرمه د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې يو دوه کلن هلک ژورې څاه ته لوېدلی دی.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه د نوزاد ولسوالۍ په کوشک سيمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي د یادې پېښې په اړه ډېر جزئیات ور نه کړل، خو زیاته يې کړه چې دغه څاه ۳۰ متره ژوروالی لري، امنیتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د ماشوم د ژغورنې هڅې روانې دي.

د يادونې ده، دا هلمند ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې په څوم ماشوم دی چې ژورې څاه ته لوېږي.

د روان کال د چنګاښ په ۲۱مه هم د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان او يوه نجلۍ ژورې څاه ته لوېدلي وو چې نجلۍ وژغورل شوه او هلکانو ژوند له لاسه ورکړی وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.