فیضاباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): په بدخشان کې د شاتو مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د حاصلاتو کمېدو له امله اندېښمن دي او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.
دوی وايي، روان کال د موسمي اورښتونو کمښت له امله په باغونو او چمنونو کې د ګلانو بوټو ډېره وده نه ده کړې چې د شاتو پر حاصلاتو یې منفي اغېز کړی دی.
محمدعارف چې له څه باندې لسو کلونو راهيسې په بدخشان کې د مچيو پالنه کوي او هر کال د خالصو شاتو له پلورلو ښه عايد ترلاسه کوي، خو له پژواک خبري اژانس سره یې خبرو کې د شاتو د حاصلاتو کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وويل، ٣٠ صندوقه د شاتو مچۍ لري … او د کال په بېلابېلو موسمونو کې د خالصو شاتو د راټولولو په موخه هغو شنو ځايونو ته یې لېږدوي چې ډېر ګلونه لري، خو سږ کال پر دې سربېره چې ډېر زيار یې ایستلی او پر مچیو یې ډېرې پیسې لګولې دي، ښه حاصلات یې نه دي ترلاسه کړي.
هغه زياته کړه: «سږ کال مې حاصل کم دی، ډېر کم دی چې لږه ګټه ترې ترلاسه کوم، له دې شاتو يوازې هغه پيسې ترلاسه کېږي چې ما د شاتو د ساتنې لپاره لګولې دي؛ په تېرو کلونو کې مې ۱۰۰۰ کيلو ګرامه شات ترلاسه کول، خو سږ کال مې څه باندې ۱۰۰ کیلوګرامه شات راټول کړي دي.»
هغه د شاتو د ترلاسه کړو حاصلاتو د ښه کیفیت په اړه خبرې کوي او له اسلامي امارته، ملي او نړۍوالو موسسو غواړي چې د مچیو درملو او خوراکي توکو په چمتو کولو کې له مچۍ پالونکو سره دې مرسته وکړي.
په ورته مهال، د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې د مچيو ساتونکى حسيبالله هم د خپلو مچيو د محصولاتو د کمښت له امله اندېښمن دى او وايي، په تېرو کلونو کې ښه حاصلات ترلاسه کول، خو سږ کال داسې نه ده؛ ځکه چې وچکالي د دې لامل شوې چې په باغونو او دښتو کې د ګلونو بوټي کمه وده وکړي.
هغه زياته کړه، د شفتلو او دښتو له ګلونو یو کیلوګرام ترلاسه شوي خالص شات په بازار کې په شاوخوا ۷۰۰ افغانیو پلوري.
حسيبالله له حکومت او د کرنې په برخه کې له همکارو موسسو غواړي چې د یاد ولايت د مچۍ پالونکو ملاتړ وکړي او د مچيو لپاره یې درمل او خواړه ووېشي.
په ورته مهال، د بدخشان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې وچکالي په دغه ولایت کې د شاتو د حاصلاتو د کمښت لامل شوې ده.
د بدخشان ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې ریاست د مچۍ پالنې مدېر ګلداد ایوبي پژواک ته وویل، بدخشان ولایت کې ۵۹۰ کسان د مچیو روزنې پر کار بوخت دي چې د دوی د شاتو د مچیو ټول صندوقونه ۱۶۱۶۰ ته رسېږي.
د نوموړي په وینا، هر کال د میشن ایسټ، “او، ار، ډي” موسسو د دغه ولایت په شهدا، بهارک، جرم او خاش ولسوالیو او اغاخان موسسې په سرحدي ولسوالیو کې د شاتو مچیو قفقازي نسل پېرلو او د کرنې ریاست په همکارۍ سره به یې د ترویج او بېوزله کورنیو ته د کار زمینې برابرولو په موخه پر خلکو وېشله.
دغهراز نوموړي وویل، د دوی د سروېګانو له مخې، مخکې به یې له یو صندوق مچیو څخه ۳.۵ کیلو شات ترلاسه کول، خو د کرنې ریاست د موندنو پربنسټ، د ۱۴۰۱ کال په ترڅ کې د مچیو له یوه صندوقه ۲.۵ کیلوګرامه خالص شات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله کموالی ښيي.
سرچینې په یاد ولایت کې د خالص شاتو د تولید د کموالي په اړه وویل، د ورښتونو د کموالي او د ګلانو نهشتون له امله د مچیو د روزونکو حاصلات کم شوي دي.
هغه زیاتوي چې د شاتو مچیو د ساتنې د څرنګوالي او د هغو د حاصلاتو په اړه په ښوونیزو ورکشاپونو کې د مچیو روزونکو ته زدهکړې ورکول کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، د روان کال په ترڅ کې د بدخشان په مرکز او ولسوالیو کې د مرستندویه موسسو له لوري پر بېوزلو کورنیو د شاتو مچیو شاوخوا ۲۰۰ صندوقونه وېشل شوي دي.
سرچینه د بدخشان تولید شات ستايي او له خلکو غوښتنه کوي چې له داخلي تولید شوو شاتو څخه استفاده وکړي، ځکه هغه شات چې له بهره را واردېږي، ښه کیفیت نهلري.
د نوموړي په وینا، دا چې بدخشاني شات ښه کیفیت لري، نو ان بهر ته هم صادرېږي او هلته ډېر غوښتونکي لري.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن