ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د تولید کمېدو ته اندېښمن دي

په بدخشان کې مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د تولید کمېدو ته اندېښمن دي

author avatar
9 Aug 2022 - 17:50
په بدخشان کې مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د تولید کمېدو ته اندېښمن دي
author avatar
9 Aug 2022 - 17:50

فیض‌اباد (پژواک، ۱۷ زمری ۱۴۰۱): په بدخشان کې د شاتو مچۍ لرونکي سږ کال د شاتو د حاصلاتو کمېدو له امله اندېښمن دي او له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

دوی وايي، روان کال د موسمي اورښتونو کمښت له امله په باغونو او چمنونو کې د ګلانو بوټو ډېره وده نه ده کړې چې د شاتو پر حاصلاتو یې منفي اغېز کړی دی.

محمدعارف چې له څه باندې لسو کلونو راهيسې په بدخشان کې د مچيو پالنه کوي او هر کال د خالصو شاتو له پلورلو ښه عايد ترلاسه کوي، خو له پژواک خبري اژانس سره یې خبرو کې د شاتو د حاصلاتو کموالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وويل، ٣٠ صندوقه د شاتو مچۍ لري ... او د کال په بېلابېلو موسمونو کې د خالصو شاتو د راټولولو په موخه هغو شنو ځايونو ته یې لېږدوي چې ډېر ګلونه لري، خو سږ کال پر دې سربېره چې ډېر زيار یې ایستلی او پر مچیو یې ډېرې پیسې لګولې دي، ښه حاصلات یې نه دي ترلاسه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.