خوست ښار (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د خوست روغتيايي مسوولين وايي، د سپېرې ولسوالۍ په زلزلهځپلو سيمو کې کولرا ته ورته ناروغي خپره شوې او تر دې دمه سلګونه کسان پرې اخته شوي چې له ډلې یې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړى دى.
د سپېرې ولسوالۍ د ګرځنده روغتيايي ټيم مسوول محمدنبي ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شاوخوا لسو ورځو کې د کولرا ۳۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
هغه وايي، تر دې دمه د يادې ناروغۍ له امله اتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې پنځه يې ماشومان دي.
د نوموړي په وينا، دغه ناروغي د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ، پڅه مېله او ريزو سیمو سربېره، د پکتيکا ولايت په ګيان او برمل ولسواليو کې هم خپره شوې چې څه موده وړاندې زلزلې ځپلې دي.
په ورته وخت کې، د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر فضلکريم مندوزي هم پژواک ته وويل چې کولرا ته ورته ناروغي په سپېره ولسوالۍ کې ډېره شوې، خو زياتوي چې د کنټرول لپاره يې څلور ګرځنده روغتيايي ټيمونه په ساحه کې فعاله دي.
دی زياتوي: «دغه ناروغي په سپېره ولسوالۍ کې بيخي زياته ده، غټ عامل يې بارانونه او سېلابونه دي چې اوبه يې له چينو سره يوځاى کېږي او بيا يې خلک استفاده کوي چې پر دې ناروغۍ اخته کېږي.»
د مندوزي په وينا، د دوی روغتيايي ټيمونو ياده ناروغي کنټرول کړې او د خوست مرکز ته تردې دمه کومه پېښه نه ده راغلې.
د عبدالله نور په نوم د یادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د دې سيمې خلک د زلزلې له امله له سخت مالي او ځاني تاوانونو سره مخ شول او په دې وروستيو کې پر کولرا ناروغۍ هم اخته شوي دي.
هغه له حکومت او مرستندويه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د یادې ناروغۍ په مخنيوي کې ورسره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د يونیسف نړۍوالې ادارې هم د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې کولرا ته ورته خپرې شوې ناروغۍ د پېښو زياتوالي په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP