Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات کم خو بیې یې لوړې شوې دي

ایبک (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، روان کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي، خو بیې یې یونیم برابر لوړې شوې دي.

د یادې ادارې د نباتاتو مدیر نجیب‌الله جویا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال کروندګرو د سمنګان  په مرکز او ولسوالیو کې پر ۱۷۷۰ هکتاره کرنیزې او للمي ځمکې خټکي او هندواڼې کرلي دي.

هغه زیاتوي، د هغې ارزونې له مخې چې دوی ترسره کړې، کروندګرو له دغو ځمکو د اټکل له مخې ۲۵زره او ۴۸۵ ټنه د خټکيو او هنداوڼو حاصل ترلاسه کړی چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی ښیي.

هغه وویل، د سمنګان بزګرو تېر کال د یاد ولایت د مرکز او شپږو ولسوالیو له کرنیزو او للمي ځمکو څخه له ۳۵زره ټنو ډېر د خټکو او هندوانو حاصلات ترلاسه کړي وو او د هغو بیې هم ټيټې وې چې تېر کال یو ټن خټکي او هندواڼې په ۱۰زره افغانیو پلورل کېدې او د هغو د خرڅلاو له درکه یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې وې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.