منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سمنګان کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات کم خو بیې یې لوړې شوې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۲۷ کتنې

ایبک (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، روان کال د خټکیو او هندواڼو حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي، خو بیې یې یونیم برابر لوړې شوې دي.

د یادې ادارې د نباتاتو مدیر نجیب‌الله جویا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال کروندګرو د سمنګان  په مرکز او ولسوالیو کې پر ۱۷۷۰ هکتاره کرنیزې او للمي ځمکې خټکي او هندواڼې کرلي دي.

هغه زیاتوي، د هغې ارزونې له مخې چې دوی ترسره کړې، کروندګرو له دغو ځمکو د اټکل له مخې ۲۵زره او ۴۸۵ ټنه د خټکيو او هنداوڼو حاصل ترلاسه کړی چې د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کموالی ښیي.

هغه وویل، د سمنګان بزګرو تېر کال د یاد ولایت د مرکز او شپږو ولسوالیو له کرنیزو او للمي ځمکو څخه له ۳۵زره ټنو ډېر د خټکو او هندوانو حاصلات ترلاسه کړي وو او د هغو بیې هم ټيټې وې چې تېر کال یو ټن خټکي او هندواڼې په ۱۰زره افغانیو پلورل کېدې او د هغو د خرڅلاو له درکه یې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړې وې.

د هغه په خبره، سږ کال کروندګرو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خپلو خټکیو او هندواڼو له پالیزونو څخه ۲۵زره او ۴۸۵ ټنه حاصلات راټول کړي او بیې یې هم یونیم برابره لوړې شوې چې بزګر له دغه درکه ښايي څه د پاسه ۴۳۷ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.

هغه وویل، په سمنګان کې له ډېرو کلونو راهیسې د خټکیو او هندواڼو کرل دود دي، او  د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کرنیزو نویو سیستمونو او د هغو له ناروغیو سره د اغېزناکې مبارزې د زده کړې له امله د خټکیو او هندواڼو له کرلو سره د بزګرو لیوالتیا ډېره شوې ده.

په دغه حال کې، د سمنګان کروندګر په بازار کې د خټکیو او هندواڼو د بیو لوړېدو ته خوښ دي.

د حضرت سلطان ولسوالۍ د غزنیګک کلي یوه بزګر ۴۷ کلن عین‌الدین چې نن سهار یې یو ټن خټکي په سراچه موټر کې بار کړي وو او هغه یې په ایبک بازار کې په ۱۵زره افغانۍ پلورلي، پژواک ته وویل: «سږ کال مې په پنځه جریبه ځمکه کې خټکي کرلي وو، د خټکیو بیه ښه ده، هره ورځ یو موټر خټکي پلورم او ښه عاید ترلاسه کوم.»

ډېر خټکي د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ په مرکز کې - چې د کابل - مزار په لویه لار کې موقعیت لري – کرل کېږي.

په دغه ولایت کې کرل کېدونکي خټکي په بېلابېلو لکه، امیري، ارکاني،برګني، جاروفي، چتیري، ګرګګ، دانیاري، لوبیایي، سوزمغز، وایشان او توغناق نومونو او دغه‌راز هندواڼې په تاشکندي، چینایي او امریکایي نومونو کرل کېږی.

په سمنګان کې مشهور خټکي د «امیري» په نوم یادیږي چې دا ډول خټکي سور ته مایل شین رنګ لري، نازک پوټکی او خوږ خوند لري، له همدې امله له ډېر شهرته برخمن دی.

د یاد ولایت خټکي او هندواڼې د ایبک، کابل، پروان، پلخمري او مزارشریف په بازارونو کې پلورل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه