ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوړو زده‌کړو وزارت: د اسلامي احکامو په رڼا کې تحصیلي نصاب ته بیاکتنه کوو

د لوړو زده‌کړو وزارت: د اسلامي احکامو په رڼا کې تحصیلي نصاب ته بیاکتنه کوو

author avatar
9 Aug 2022 - 18:30
د لوړو زده‌کړو وزارت: د اسلامي احکامو په رڼا کې تحصیلي نصاب ته بیاکتنه کوو
author avatar
9 Aug 2022 - 18:30

کابل (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د دغه وزارت په اډانه کې يې یو نوی ریاست جوړ کړی څو د اسلامي احکامو په رڼا کې د لوړو زده‌کړو ادارو تحصیلي نصاب ته بیاکتنه وکړي.

ياد شوي وزارت په خپله وېب‌پاڼه کې لیکلي: «په تحصیلي برخه کې اړتیا ته په کتو د ا.ا.ا د مشرتابه له لوري د لوړو زده‌کړو وزارت په چوکاټ کې د تحصیلي نصاب ریاست رامنځته شو چې ۶ امریتونه او په ټولیز ډول ۵۲ کارمندان لري.»

سرچينې لیکلي، د ټولنې اړتیاوو او نړۍوالو معیارونو ته په کتو او همدارنګه د اسلامي احکامو په رڼا کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو د تحصیلي نصاب بیاکتنه او پراختیا، د دغه ریاست اساسي موخې دي.

سرچينه کاږي، د «تحصیلي نصاب ریاست» له ایجاد راهیسې په مختلفو برخو کې د لارښود او معیارونو ترتیب، د ورکشاپونو جوړول، بررسۍ، د تحصیلي نصابونو ارزونه او تعدیل او د تایید شوي تحصیلي نصاب له پلي کولو څخه څارنه هغه فعالیتونه دي چې دغه ریاست ترسره کړي دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت په داسې حال کې د یاد ریاست د جوړېدو خبر ورکوي چې تېر کال د کانکور ازموینه د غويي له اتمې د غبرګولي تر ۱۵مې په درېیو پړاوونو کې واخیستل شوه، خو سږ کال تر اوسه د لوړه زده‌کړو وزارت د کانکور ازموینو مهالوېش نه دی اعلان کړی.

شاوخوا دوې اونۍ مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال لطف‌الله خیرخواه د کانکور ازموینې د ځنډ په اړه پژواک خبري اژانس ته ویلي و چې د کانکور ازموینه د نجونو او هلکانو «د جلا صنفونو د ظرفیت ټاکنې موضوع» له امله ځنډېدلې ده.

 

Views: 78

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.