ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«کونړ ته له پاکستانه په قاچاقي ډول د غواګانو د پوستکي ناروغۍ جعلي واکسین راوړل شوی»

«کونړ ته له پاکستانه په قاچاقي ډول د غواګانو د پوستکي ناروغۍ جعلي واکسین راوړل شوی»

author avatar
10 Aug 2022 - 12:04
«کونړ ته له پاکستانه په قاچاقي ډول د غواګانو د پوستکي ناروغۍ جعلي واکسین راوړل شوی»
author avatar
10 Aug 2022 - 12:04

اسعداباد (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د کونړ د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د غواګانو د پوستکي وژونکې ناروغي خپره شوې او له پاکستانه په قاچاقي توګه «جعلي» واکسين ورته راوړل شوی چې هېڅ ګټه نه لري.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د خدماتو او سروې امر ډاکټر ګل‌الرحمن پژواک خبري اژانس وویل چې مالداران دې له پاکستانه په راوړل شوي د «لمپي واک» په نوم جعلي واکسينو پیسې نه ورکوي چې دغه واکسين هېڅ ګټه نه لري.

هغه وویل، له شاوخوا څلورو میاشتو راهيسې په کونړ کې د غوا ګانو د پوستکي وژونکې ناروغي خپره شوې او تر اوسه له امله یې ډېر شمېر غواګانې مړې شوې دي.

نوموړي د زمري په ۱۹مه پژواک ته وویل: «په دې وروستيو کې له پاکستانه راوړل شوو جعلي واکسينونو د کونړ بازارونو ته لار موندلې چې يو يې د لمپي واک په نوم دی او دا څارويو ته هېڅ ګټه نه شي رسولی.»

هغه زیاته کړه چې دغه موضوع يې د کرنې وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې او تمه ده چې د حل په موخه يې جدي ګام پورته شي.

ده وویل چې مالداران دې خپلو څارویو ته تقویتي خواړه ورکړي، ناروغ څاروي دې ژر تر ژره حیواني کلینیک ته ورسوي او له روغو څارويو دې بېل کړي.

د کونړ ولایت خلک هم د غواګانو د پوستکي ناروغۍ اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې خلکو ته باید په دې اړه لا ډېر پوهاوی ورکړي.

د اسعداباد د تېشې کلي اوسېدونکي محمد اسرار پژواک ته وویل: «زموږ څلور زراعتي غواګانې د پوستکي پر ناروغۍ اخته شوې چې له څو ورځو وروسته يوه غوا مړه شوه، اوس موږ نه پوهېږو چې د دې ناروغۍ درملنه څنګه کېږي.»

د خاص کونړ ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر ملک طاوس وويل چې د ده دوې لنګې غوا ګانې مړې شوې او له حکومته يې غوښتنه دا ده چې د دې ناروغۍ  په اړه خلکو ته لا زيات پوهاوی او معلومات ورکړي او هم دې د ناروغۍ د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

بلخوا د یاد ولایت د ولایتي روغتون یوه ډاکټر رحیم‌الله ساپي پژواک ته وویل چې یاده ناروغي یوازې په حیواناتو کې پیدا کېږي او انسان ته سرایت نه کوي.

خو زیاته يې کړه چې له دې سره سره دې خلک له څارویو سره د تماس پرمهال پوره احتیاط وکړي.

Views: 134

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.