ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاسپورټ لپاره سلګونه زره کسانو نوم‌لیکنه کړې

د پاسپورټ لپاره سلګونه زره کسانو نوم‌لیکنه کړې

author avatar
10 Aug 2022 - 14:44
د پاسپورټ لپاره سلګونه زره کسانو نوم‌لیکنه کړې
author avatar
10 Aug 2022 - 14:44

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۱): د پاسپورټ ریاست هره ورځ ۴۰۰۰ پاسپورټونه وېشي، خو بیا هم – له دې امله چې سلګونه زره کسانو ورته نوم‌لیکنه کړې- د پاسپورټ ترلاسه کول میاشتې وخت نیسي.

د پاسپورټ غوښتونکی باید په انلاین بڼه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره خپل اړین معلومات ثبت کړي او بیا په اتومات ډول ورته وخت ټاکل کېږي، څو د نورو پړاوونو لپاره یې د پاسپورټ ریاست ته ورشي.

د پاسپورټ د ترلاسه کولو د انلاین نوم‌لېکنې د یوه شخصي دفتر مسوول نصیراحمد احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال د غویي تر لومړۍ نېټې د پاسپورټ هر غوښتونکي ته د انلاین فورمې له ډکولو وروسته په درېیو یا څلورو ورځو کې په انلاین بڼه پیغام راته او یاد ریاست ته د ورتلو وخت به ورته ټاکل کېده.

دی وایي، دغه وخت به له یوې تر دوه‌نیمو میاشتو و، خو دی زیاتوي چې د غویي له لومړۍ نېټې وروسته چې چا نوم‌لیکنه کړې، تر اوسه د نورو پړاوونو د وهلو لپاره نه دي غوښتل شوي او نه هم وخت ورته ټاکل شوی دی.

د پاسپورټ یو غوښتونکی احمد‌شاه سلیم وایي چې شاوخوا دوه‌نیمې میاشتې مخکې یې نوم‌لیکنه کړې، خو تر اوسه د پاسپورټ تر لاسه کولو د نورو پړاوونو وهلو لپاره ریاست ته نه دی غوښتل شوی.

دی وایي، په لومړیو کې به یې هره ورځ وېب‌پاڼه چک کوله او ورته به لیکل کېدل چې ‎«ستاسو د مراجعې نېټه به ژر مشخصه شي»، خو وروسته له هغې تر اوسه ورته لیکل کېږي «په تمه شئ، ستاسو د مراجعې نېټه وروسته ټاکل کېږي، د وږي تر ۱۵ مې کسان ریزرف شوي دي، له پخوانيو غوښتونکو وروسته به ستاسو نېټه مشخصه شي.»

سلیم وایي، غواړي ایران ته ولاړ شي، خو پاسپورټ ته په تمه دی او لا هم نه ده معلومه چې کله به یې تر لاسه کړای شي.

دی زیاتوي چې د پاسپورټ د وېش مخکني بهیر ته په پام، وروسته له هغې چې د روان کال د وږي ۱۵مه پوره شي، بیا هم شاوخوا یوه‌نیمه تر دوو میاشتو وخت ورکول کیږي، څو دغه ریاست ته مراجعه وکړي او پاسپورټ ترلاسه کړي.

فضل‌الربي د پاسپورټ یو بل غوښتونکی دی او وایي چي د غبرګولي په لومړۍ نېټه یي نوم‌لېکنه کړې، خو تر اوسه یاد ریاست ته نه دی غوښتل شوی تر څو مراحل یې ترسره کړي.

هغه وایي، ده ته هم لیکل شوي چې «د وږي له ۱۵مې وروسته به یې نېټه مشخصه شي.»

دی وایي: «ډېره سخته ده چې د یو چا پاسپورټ په کار وي او هغه دې ورته دومره وخت په تمه شي. زه دا څو میاشتې کېږي غواړم پاکستان ته ولاړ شم، هلته یو څه کاروبار وکړم، خو تر اوسه د پاسپورټ د تر لاسه کولو په تمه یم.»

یاد کسان له حکومته غواړي چې دا ستونزه حل کړي، څو خلک وکولای شي په لږ وخت کې پاسپورټ تر لاسه کړي.

سلګونه زره کسانو نوملیکنه کړې

د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن پژواک خبري اژانس ته وویل چې سلګونه زره کسانو د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره په انلاین بڼه نوملېکنه کړې ده.

دی زیاتوي چې دغه ریاست هره ورځ شاوخوا څلور زره کسانو ته پاسپورټونه وېشي.

ده وویل، له دغو کسانو ۲زره یې هغه دي چې په انلاین بڼه یې نوم‌لیکنه کړې او پاتې نور حکومتي کسان، لوبغاړي، ناروغان او سوداګر دي چې د رسمي مکتوب له لارې معرفي شوي وي.

خو د نوموړي په وینا، له دې امله چې غوښتنلیکونه ډېر ثبت شوي، د وږي تر ۱۵مه نويو کسانو ته د نورو پړاوونو د وهلو لپاره ریاست ته د ورتګ وخت نه مشخص کېږي.

د هغه په وینا، نویو کسانو ته په نوبت وروسته له هغه وخت ټاکل کېږي چې مخکنیو غوښتونکو ته پاسپورټ ورکړل شي.

Visits: 804

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.