ښرنه (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): د پکتيکا اوسېدونکي او هټۍوال له حکومته غواړي چې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې افغانۍ ترویج کړي.
که څه هم په ډېرو ولایتونو کې پر کلدارو د پېر او پلور مخه نيول شوې، خو پکتيکا هغه ولايت دی چې لا یې هم په مرکز او ولسواليو کې راکړه ورکړه پر پاکستانيو کلدارو کېږي.
د پکتیکا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي یوه استاد جانداد جهاني پژواک خبري اژانس ته وويل، د بهرنيو اسعارو کارول د افغانۍ ارزښت ته زيان رسوي.
دی وايي، کله چې په هېواد کې د توکو او اجناسو پېر او پلور په بهرنیو اسعارو کېږي، نو افغانیو ته تقاضا کمېږي او په دې توګه یې ارزښت ته زیان اوړي.
هغه زیاتوي: «څومره چې د بهرنیو اسعارول کارول کمېږي، په هماغه اندازه افغانۍ ارزښت پيدا کوي، بلخوا په کلدارو راکړه ورکړه له رواني پلوه دا زیان لري چې د خلکو په ذهن کې دا راګرځي چې ګواکې د هېواد ملي کرنسي ارزښت نه لري.»
جهاني له حکومته غوښتنه کوي چې په مرکز او ولسواليو کې پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه بنده کړي او پر ځای یې افغانۍ ترویج کړي.
بلخوا د مرکز ښرنې یو هټۍوال محمد نسیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر پاکستانيو کلدارو د راکړې ورکړې له امله له تاوان سره مخ شوی دی.
دی هم غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې اړه ژر تر ژره اقدام وکړي څو افغانۍ رايج او د پاکستانيو کلدارو د کارولو مخنیوی وشي.
هغه زیاته کړه: «موږ خپل پلورنځي ته له نورو ولايتونو سودا په افغانيو راوړو، خو خلک سودا په کلدارو اخلي او د کلدارو ارزښت په اوس وخت کې بيخي ټيټ شوی، په دې سره موږ لوی تاوان وينو او بل دا چې بغير له تاوانه هم موږ غواړو چې دلته بايد يوازې افغانۍ وکارول شي، ځکه افغانۍ زموږ خپله پيسه ده.»
د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانۍ یې ملي هويت دی خو په دې ولايت کې یې د تریجولو په برخه کې له جبره کار نه اخلي.
د ده په وينا، په مرکز ښرنه او ولسواليو کې یې د عامه پوهاوي له لارې د افغانيو د رايجولو په موخه د دغه ولايت له قومي مخورو، ديني عالمانو او هټۍوالو سره خبرې کړې چې په تدريجي ډول به یې مخه ونيول شي.
هغه زياتوي، د افغانيو ترویجول د هېواد د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره اړين کار دی او دوی په دې برخه کې هڅې کوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانيو د ترويج په برخه کې دې ولس هم له حکومت سره همکاري وکړي څو په ګډه یې مخه ونیسي.
د يادونې ده چې د پکتيکا خلک او هټۍوال په داسې حال کې د افغانیو د ترویجولو خبره کوي چې په دې وروستيو کې د افغانیو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو ارزښت د پام وړ ټيټ شوی دی.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن