کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۱۴۰۱): افغانستان د چین له یوه دولتي شرکت سره په جوزجان ولایت کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړ.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د زمري په ۲۰مه، په ټویټر کې لیکلي چې دغه تفاهملیک نن د «خصوصي، ملي او نړۍوالې پانګهونې د جذب او هڅونې کنفرانس» په پای کې لاسلیک شو.
هغه زیاته کړې، د چین یو دولتي شرکت ( (Yellow Reviver Engineering Consultancy د اوبو او برېښنا له وزارت، د کانونو او پټروليم وزارت او برېښنا شرکت سره هوکړه وکړه چې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ګازو د ساحې د اکتشاف او بيا د ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د توليد فابريکه جوړوي.
خو مجاهد په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په یاد کنفرانس کې چې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړ شوی و، د افغانستان اسلامي امارت جګپوړو چارواکو، د کابینې یو شمېر غړو، مسوولینو، کورنيو او بهرنیو پانګهوالو ګډون کړی وو.
د کنفرانس په پیل کې د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د اوبو او انرژۍ پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله افغانانو و نشو کړای چې خپلې اوبیزې سرچینې مدیریت کړي؛ خو اوس دغه وزارت یو لړ پلانونه تر لاس لاندې لري چې له مخې به یې د هېواد اوبه په ښه توګه مدیرت او مهار کړي.
منصور زیاته کړه، اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د پانګونې ښه زمینه برابره شوې او پر کورنیو او بهرنیو پانګهوالو یې غږ وکړ چې را دې شي او د اوبو او انرژۍ په برخه کې دې پانګونه وکړي.
هغه دغهراز له هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه دې سالمه استفاده وکړي.
د یاد کنفرانس په پای کې، ځینو بهرنیو شرکتونو د اوبو او برېښنا، کانونو او پټرولیم او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د یادونې ده چې د جمهوریت پرمهال مخکني ولسمشر محمداشرف غني په شتون کې د اوبو او برېښنا وزیر علياحمد عثماني او د بیات پاور شرکت رییس احسانالله بیات د شبرغان له طبیعي ګاز څخه د ۵۲ میګاواټه برېښنا د تولید تفاهملیک لاسلیک کړی و چې وروسته یې د تولید کچه ۱۹۷ میګاواټو ته رسېدله.
Views: 570
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن