ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې دولتي بانکونه له صنعتګرو کوچني بانک‌نوټونه نه اخلي

کندهار کې دولتي بانکونه له صنعتګرو کوچني بانک‌نوټونه نه اخلي

author avatar
13 Aug 2022 - 17:44
کندهار کې دولتي بانکونه له صنعتګرو کوچني بانک‌نوټونه نه اخلي
author avatar
13 Aug 2022 - 17:44

کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): د کندهار صنعتګر وایي، دولتي بانکونه د برېښنا د بېل تحویلۍ پرمهال کوچني بانک‌نوټونه نه اخلي چې دوی یې له لوی زیان سره مخ کړِي دي.

د کندهار یوه صنعتګر او د یخي فابریکې مسوول ګل اغا وایي، دا ستونزه له ډېرې مودې راهیسي موجوده وه خو اوس تر پخوا ډېره شوې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، پېرودونکي دوی ته تر ډېره کوچني بانک‌نوټونه (لسګون، شلګون، پنځوسیز یا سلګون) ورکوي، خو کله چې دوی بانک ته دغه پیسې وړي نو یوازې لس یا شل سلنه یې ترې اخیستل کېږي او نور باید غټ بانک‌نوټونه ورکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ د فابریکې د برېښنا بیل ۱۳ سوه زره افغانۍ راغلی دی، اوس په دغو پیسو کې درې سوه زره افغانۍ کوچني بانکنوټونه هم بانک نه راڅخه غواړي، دا پيسې نو اوس موږ چیرې یوسو؟ اوس که دا پیسې موږ په غټو افغانیو تبدیلوو یو ځل به یې کلدراې کوو، بیا به یې په افغانیو اړوو چې په درې لکه افغانۍ کې موږ ته یو لک افغانۍ زیان رسېږي.»

دی وایي، که دا ستونزه دوام وکړي ډېری صنعتکاران به له زیان سره مخ شي او فابریکې به وتړي.

دغه‌راز د یوې بلې فابریکې مسوول حاجي ګل‌محمد هم پژواک خبري اژانس ته وویل، دولتي بانکونه له دوی څخه ځکه کوچني بانک‌نوټونه نه اخلي چې وایي، نه یې شي حسابولای.

د هغه په خبره، که دا ستونزه لا هم پر ځای پاتې شي، ډېری خلک به د بهرنیو اسعارو استعمال ته یو ځل بیا مخه کړي چې دا به د افغانیو پر ارزښت منفي اغېز وکړي.

هغه زیاته کړه: «زموږ عمده پلورونکي یا پرچون پلورونکي اکثره کوچني بانک‌نوټونه راکوي، نو کله چې بیا دا پيسې بانک ته وروړو، کله لس کله شل فیصده کوچني بانک نوټونه غواړي، نو دا زموږ لپاره سراسر تاوان دی.»

د کندهار د صنایعو او معدنونو خونې رییس سید سرور اماني هم وایي، دا ډېره لویه ستونزه ده چې د فابریکو مسوولین ورسره مخ دي، که حل نه شي زیان به یې نور هم زیات شي.

د هغه په وینا، که دولتي بانکونه افغانۍ وانه خلي، د افغانۍ ارزښت کمېږي او بیا به غټ بانک‌نوټونه هم له ارزښته ولوېږي او بهرني اسعار به ډېر استعمالېږي.

ده زیاته کړه: «موږ له مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې دوی باید خپلې ملي کرنسي ته ارزښت ورکړي، که دوی کوچني بانک نوټونه نه اخلي په راتلونکي کې د لویو بانک نوټونو ارزښت هم کمېږي، نو که دوی له فابریکه‌والو څخه پنځوس سلنه کوچني بانک‌نوټونه واخلي، دا ستونزه به حل وي.»

د کندهار د صرافانو د اتحادیې رییس حاجي قند اغا بیا وایي، د کندهار صرافانو د افغانیو د کوچني بانک نوټونو په برخه کې له صنعتکارانو سره ډېره مرسته کړې او صرافان هر وخت کوچني بانک نوټونه اخلي.

هغه هم غوښتنه کوي چې دولت باید نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې او زاړه راټول کړي، ځکه په بانکونو کې اکثره وخت د افغانیو د زوړوالي له امله کوچني بانک‌نوټونه نه منل کېږي.

ده زیاته کړه: «کوچني بانک‌نوټونه چې اکثره زاړه شوي هم دي، بانک یې ځکه نه اخلي چې وایي، ډېری یې موږ نه کتلای او نه هم حسابولای شو، نو حل لاره یې دا ده چې باید د امارت مشران نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي او دا زاړه ټول کړي.»

پژواک هڅه وکړه د دې ستونزې په اړه د افغانستان بانک له مسوولینو سره هم خبرې وکړي، خو هغوی له خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

Views: 59

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.