ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې تر دوه سلنه ډېرې رالوېدلې دي

کابل ښار کې د نفتي توکو بیې تر دوه سلنه ډېرې رالوېدلې دي

author avatar
13 Aug 2022 - 14:49
کابل ښار کې د نفتي توکو بیې تر دوه سلنه ډېرې رالوېدلې دي
author avatar
13 Aug 2022 - 14:49

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۱): نن د تېرې شنبې په پرتله، د نفتي توکو بیې رالوېدلې او د هندۍ بورې بیه لوړوالی ښيي.

د «احمدیار ګروپ» د تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن د تېرې شنبې  په پرتله، د یو لېتر پټرولو بیه له ۹۱ څخه ۸۹ او د یو لېتر ډیزلو بیه له ۱۰۵ څخه ۱۰۴ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

دغه­راز د کابل ښار د کلوله­پشته سیمې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د یو کیلو اوبلن ګازو بیه له ۷۰ څخه ۶۸ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

یادې سرچینې وايي چې د یادو توکو بیې په نړۍواله کچه د هغو د بيو له راټيټېدو وروسته، په کابل هم رالوېدلې دي.

د هندۍ بورې بیه لوړه شوې، خو د نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون نه دی راغلی.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې مشر زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله، د یو کیلوګرام هندۍ بورې عمده پلور بیه له ۳۲۵۰ څخه ۳۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

یاده سرچینه په کابل ښار کې د بورې د بیې لوړوالی په نړۍواله کچه د هغې په بیه کې د بدلون له امله بولي.

خو نوموړی وايي، نن د تېرې شنبې په څېر د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بیه ۲۶۵۰افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې ۳۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۲۳۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقايي چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیايي چای ۳۵۰ افغانۍ دي.

د یو شمېر توکو پرچون پلور بیه د هغو له عمده بیو سره په ځينو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي­زاده وویل، نن د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۷۰۰ افغانۍ، ۲۴.۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې ۳۰۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره ۳۳۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي ۲۳۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیايي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای ۴۵۰ افغانۍ دي.

د سرو زرو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

د کابل ښار د مریم لېسې بازار یو د سرو زرو پلورونکي محمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر، یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۴۳۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر په ۳۳۰۰ افغانیو پلوري.

د اسعارو بیه

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین وویل، نن د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۴۰،۸۹ افغانۍ دي او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۱۰ افغانۍ تبادله کېږي.

د زمري په ۱۵مه، د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۹۰ افغانۍ و او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۱۰ افغانۍ تبادله کېدلې.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.