هرات (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې لس ډيجیټلي صرافۍ چې په غیرقانوني توګه یې اسعاري راکړه ورکړه لرله، د امنیتی ځواکونو له خوا وتړل شوې.
د هرات امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اقدام د «فورکس» ډيجیټلي اسعارو د فعالیت او غیرقانوني آنلاین راکړې ورکړې په اړه د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرله پسې عریضو او شکایتونو وروسته چې ګڼ شمېر کسان یې زیانمن کړي و، ترسره شو.
خبرپاڼه زیاتوي، د «فورکس» ډیجیټلي اسعارو او آنلاین راکړه ورکړو په برخه کې د یوشمېر صرافیو د غیرقانوني فعالیت په اړه د افغانستان بانک دفتر د عمومي ریاست د مکتوب له مخې، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدېریت د اقتصادي جرمونو آمریت، له څو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې یادې صرافۍ وتړلې.
د هرات امنیه قوماندانۍ څرګنده کړه چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته یې په دقیقه او مسلکي توګه تر لسو ډېرې صرافۍ چې دغه ډول غیرقانوني راکړه ورکړې یې ترسره کړې وه، وتړلې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP