منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۲ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د ډیجيټلي اسعارو لس صرافۍ وتړل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۶۰ کتنې

هرات (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): په هرات ولایت کې لس ډيجیټلي صرافۍ چې په غیرقانوني توګه یې اسعاري راکړه ورکړه لرله، د  امنیتی ځواکونو له خوا وتړل شوې.

د هرات امنیه قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه اقدام د «فورکس» ډيجیټلي اسعارو د فعالیت او غیرقانوني آنلاین راکړې ورکړې په اړه د دغه ولایت د اوسېدونکو له پرله پسې عریضو او شکایتونو وروسته چې ګڼ شمېر کسان یې زیانمن کړي و، ترسره شو.

خبرپاڼه زیاتوي، د «فورکس» ډیجیټلي اسعارو او آنلاین راکړه ورکړو په برخه کې د یوشمېر صرافیو د غیرقانوني فعالیت په اړه د افغانستان بانک دفتر د عمومي ریاست د مکتوب له مخې، د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدېریت د اقتصادي جرمونو آمریت، له څو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې یادې صرافۍ وتړلې.

د هرات امنیه قوماندانۍ څرګنده کړه چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته یې په دقیقه او مسلکي توګه تر لسو ډېرې صرافۍ چې دغه ډول غیرقانوني راکړه ورکړې یې ترسره کړې وه، وتړلې.

محمود، هغه کس چې څو میاشتې وړاندې یې په دې برخه کې فعالیت کاوه، له پژواک سره په خبرو کې وویل، اړتیا ده چې د ډيجيټلي اسعارو د کارونې په برخه کې له متخصص ځواک څخه کار واخيستل شي.

د نوموړي په وینا، ډېری ځوانان د ډيجيټلي اسعارو پر استفادې نه پوهېږي او دا چاره د دې لامل شوې چې اکثر ځوانان خپلې پیسې له لاسه ورکړي.

د یادونې ده، چې په هرات ولایت کې له څو ادارو څخه جوړ شوي پلاوي د دغه ولایت د صرافانو اتحادیې له غړو سره په ناسته کې له ټولو صرافانو وغوښتل چې د مرکز د کتبي سپارښتنو او پرېکړو له مخې، په آنلاین بازار کې د ډيجيټلي اسعارو هر ډول راکړه ورکړه او د هغه پېر او پلور منع دي او له سرغړوونکو سره قانوني او جدي چلند کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد