اټلانټا (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان اوسنی حالت د پخواني جمهوري نظام په پرتله ډېر ښه دی.
نوموړي د پخواني جمهوري نظام د سقوط د یوه کال بشپړېدو په مناسبت له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي چې د تېر جمهوري نظام سقوط او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل یو مثبت ګام او یوه لویه لاسته راوړنه وه.
حکمتیار زیاته کړې، د تېر کال په اګسټ کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې عامو خلکو د نظام پر ضد پاڅون وکړ او بدلون یې راوست.
نوموړی وایي، امریکایانو د طالبانو په ګډون پر ټولو افغانانو جګړه ور تپلې وه، د طالبانو پخوانی حکومت یې نسکور کړی و نو ځکه دې ډلې (طالبانو) له جګړې پرته بله لار نه درلوده.
د نوموړي په وینا، طالبان له یو سخت حالت سره مخ دي؛ ځکه چې یو ویجاړ او جنګځپلی هېواد په میراث ور پاتې دی.
د حزب اسلامي مشر ټینګار کړی چې تعلیم خدای ورکړی حق دی او افغانې نجونې باید اجازه ترلاسه کړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.
خو نوموړي ویلي، د بشري حقونو او د ازادۍ خبرې د امریکا د شتون په کلونو کې هم تشې خبرې وې، په حقیقت کې یې شتون نه درلود.
حکمتیار مني چې په اوسني نظام کې هم ستونزې شته او دوی ورته سپارښتنې هم لري، خو تینګار یې کړی چې له پخواني نظام سره د پرتلې وړ نه دی او اوس وضعیت خورا بهتر دی.
د هغه په وینا، سرپرست حکومت باید د لویو پرېکړو لپاره یوه مرجع رامنځته کړي، پر راتلونکي اساسي قانون باید بحث وشي او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي باید پرېکړه وشي.
نوموړي زیاته کړې، په دې اړه ډاډه نه دی چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري رښتیا هم په کابل کې وژل شوی او که نه، ځکه د ده په وینا امریکا هم تر اوسه د هغه د وژل کېدو ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د داعش ډلې په اړه ښاغلي حکمتیار ویلي، دا ډله یوه ستونزه ده خو دومره توان نه لري چې کوم لوی برید دې وکړي یا لوی خطر دې پېښ کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP