جلالاباد (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار او يو شمېر ولسواليو هغه اوسېدونکي چې پرون يې د اورښت او سېلاب له امله زيان ليدلی، له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي.
چارواکي وايي، تر اوسه يې لږ تر لږه د ۵۵۰ کورنۍ سروې کړې چې سېلاب او اورښت زيان وراوړلی او لا هم سروې روانه ده چې له بشپړېدو وروسته به له ټولو کورنيو سره مرستې وشي.
پرون د زمري په ۲۴مه د شپې ناوخته د جلالاباد ښار سربېره سره رود، بهسودو، چپرهار، روداتو او يو شمېر نورو ولسواليو کې زيات اورښت وشو او ترڅنګ يې د جلالاباد ښار په بېزاکمالاتي سيمه کې د کانال اړوند لوی نهر مات شوی و چې زرګونه کورنۍ يې زيانمنې کړې دي.
د ننګرهار د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس قاري سيفالدين خالد د زمري په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې يې د تېرې ورځې د اورښت او سېلاب له امله د اوښتي زيان سروې پيل کړې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، يوازې د جلالاباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند بېزاکمالاتي سيمه کې تر اوسه ۴۰۰ کورنۍ ثبت شوې چې د سېلاب له امله يې کورونه ړنګ شوي او يا هم زيانمن شوي دي.
دی دغه راز وايي چې د سرهرود ولسوالۍ شيخ مصري کمپ سيمه کې هم ۱۵۰ کورنۍ تر اوسه سروې شوي چې باران ورته زيان اړولی دی.
نوموړی زياتوي: «زموږ سروې روانه ده، ډېر زيات زيان اوښتی، تر اوسه يوازې د جلالاباد ښار او شيخ مصري کمپ ځينې برخې سروې شوې دي، سروې به دوه درې ورځې نور وخت هم ونيسي.»
په ورته وخت کې د وروستي اورښت او سېلاب له امله زيانمې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي او وايي، تر اوسه يې هيڅ لاسنيوی نه دی شوی.
د جلال اباد ښار د بېزاکمالاتي سيمې يو اوسېدونکی نواب خان وايي، کور يې په بشپړه توګه له منځه تللی، يوازې يوه خېمه د حکومت او لږ خوراکي توکي ورته د خيريه ټولنو له خوا ورکړل شوي دي.
د دې سيمې د ګذر وکيل اسماعيل حميدي پژواک ته وويل چې نږدې زر کورنيو ته د کانال د نهار د راغلي سېلاب له امله زيان اوښتی دی چې ټول يې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه: «دلته ډېر خلک زيانمن شوي، حتی ځينې کورنۍ د اوسېدو لپاره او د خوراک لپاره هم څه نه لري، ټول خلک په خپل غم او درد مصروف وو، د خيريه بنسټونو دې کور ودان وي، خلکو ته يې پخه ډوډۍ ورسوله خو دا کار بسنه نه کوي، بايد خلکو سره د سرپناه د بېرته جوړېدو او لږ تر لږه د
يوې يا دوو مياشتو لپاره د خوراکي توکو مرستې وشي.»
د سرهرود ولسوالۍ د شيخ مصري کمپ يو اوسېدونکی عبدالله چې د کور د يوې خونې ړنګېدو له امله يې څلور اولادونه مړه او خپله ټپي شوی، وايي، ولايت مقام ورسره نغدي مرسته کړې خو د کور جوړېدو برخه کې ورسره کومه ژمنه نه ده شوې.
هغه وويل، توان يې نشته چې بېرته خپله خونه او کور ورغوي بايد حکومت او مرستندويه ټولنې ورسره همکاري وکړي.
بلخوا د ننګرهار د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وايي، د سېلاب او اورښت ځپلو کورنيو سروې روانه ده، کله چې بشپړه شي، له ټولو کورنيو سره مرسته کوي.
د دې ادارې رييس سيف الدين خالد وويل: «اوس په عاجل ډول يو شمېر هغو کورنيو ته چې د اوسېدو ځای يې نه و، خېمې مو ورکړې، راتلونکي کې به ټولو سروې شويو کورنيو سره د دوو مياشتو خوراکي توکو، خېمې او د کور ټول وسايلو او د يوې موسسې په مرسته نغدي همکاري هم کوو.»
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په ننګرهار کې سيلابونو او اورښت سلګونه کورنۍ زيانمنې کړې وې چې ځينو يې تر اوسه مرستې نه دي ترلاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP