[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): اروپایي اتحادیې یو ځل بیا په ټینګار سره ویلي، څو چې د افغانستان سرپرست حکومت بشري حقونو ته د درناوي ژمنتیا ونه ښيي، په رسمیت به ونه پېژندل شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي نیکولاس توماس دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې وروستیو څرګندونو ته په اشاره کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د افغانستان د جمهوري حکومت د سقوط د یوه کال بشپړېدو په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي وو: «د نړۍ په بل هیڅ ځای کې د ښځو او نجونو پر حقونو دومره پراخ، سیستماتیک او هر اړخیز برید نه دی شوی، څومره چې په افغانستان کې شوی.»
’Until the Taliban demonstrate significant steps towards respecting human rights, including by immediately reopening girls’ secondary schools and restoring their access to a quality education, they should not be on a path to recognition.’
— Tomas Niklasson (@tomas_niklasson) August 16, 2022
د اروپایي اتحاديې ځانګړي استازي زیاته کړې، څو چې د افغانستان سرپرست حکومت د بشري حقونو ته د درناوي په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته نه کړي، د نجونو د منځنیو ښوونځیو سمدستي پرانيستلو او باکیفیته زدهکړو ته د هغوی د لاسرسي لپاره اقدامات ونه کړي، نو د دوی د رسمیت پېژندلو په برخه کې به اقدامات نه کيږي.
دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان نن (د زمري ۲۵مه) په کابل کې «ملت ته د حکومت د حساب ورکونې» په ناسته کې د نجونو ښوونځیو له شپږم پورته ټولګیو د بېرته پیلېدو په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل، د نجونو له شپږم پورته ټولګيو د پرانیستلو پر طرحې اوس هم کار روان دی.
دى وايي، څو چې دغه طرحه بشپړه شوې نه وي، د نجونو ښوونځي به همداسې تړلي وي.
دغه راز د سرپرست حکومت ویاندویانو تل ویلي چې په افغانستان کې بشري حقونه یې د اسلام په چوکاټ کې ورکړي دي.
[/restrict]
Views: 111
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن