[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې چې د افغانستان د پخواني حکومت سل چورلکې او جنګي الوتکې ښايي د اوکرایني ځواکونو لاس ته ورشي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط پر مهال د دغه هېواد د هوايي ځواک لسګونه چورلکې او الوتکې ازبکستان او تاجکستان ته بیول شوې دي.
نوموړی زیاتوي، د افغان هوایي ځواک پیلوټانو نږدې ۶۰ الوتکې او چورلکې تاجکستان او دغه راز نږدې ۴۰ یا پنځوس چورلکې او الوتکې ازبکستان ته لېږدولې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دا وضاحت نه دی کړی چې ولې دا اندېښنه ورته پيدا شوې او څنګه شونې ده چې د افغانستان جنګي وسایل دې د اوکراین پوځ لاس ته ورشي.
خو د بيبيسي د خبر له مخې، د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي وو چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۲۱مې پورې د افغانستان ۴۶ الوتکې او چورلکې ازبکستان او ۱۸ نورې په تاجکستان کې وې.
په تېر جون کې د امریکايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر مایکل اریک کوریلا تاجکستان ته په خپل سفر کې ویلي وو، کېدای شي امریکا له دې الوتکو او چورلکو یو شمېر د تاجکستان چارواکو په واک کې ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې د افغانستان سرپرست حکومت یو ځل بیا له تاجکستان او ازبکستانه وغوښتل چې د افغان هوايي ځواک الوتکې او چورلکې باید بېرته افغانستان ته وسپاري.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP