ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: کرونا ویروس له وخته مخکې د ماشوم د زېږېدو لامل کېږي

د طب پوهان: کرونا ویروس له وخته مخکې د ماشوم د زېږېدو لامل کېږي

author avatar
18 Aug 2022 - 18:27
د طب پوهان: کرونا ویروس له وخته مخکې د ماشوم د زېږېدو لامل کېږي
author avatar
18 Aug 2022 - 18:27

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): ډاکټرانو په ځینو انټرنټي سایټونو کې هغه مقالې او مطالب سم بللي چې پکې ویل شوي، کرونا ویروس په امېدوارو مېرمنو کې له وخته مخکې زېږون لامل کېږي؛ دوی سپارښتنه کوي چې د امېدوارۍ پر مهال باید هڅه وشي څو پر دغه وژونکي ویروس اخته نه شي.

د «ازمایشګاه مندل» په نوم انټرنټي سایټ د «کرونا ویروس له وخته مخکې زېږون لامل کېږي» ترعنوان لاندې مطلب کې لیکلي: «د Yonesi پوهنتون د څېړونکو تازه څېړنې ښيي چې په امېدوارۍ کې پر کرونا اخته کېدل د جنین پر مړینې کمه اغېزه لري. خو دغه ویروس کولای شي چې له وخته مخکې زېږون لامل وګرځي.»

په دغه سایټ کې راغلي، دهغو میندو پر نویو زېږېدلو ماشومانو چې پر کرونا اخته وې، څېړنې ښیي چې کېدای شي نوي زېږېدلي ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته او له بېلابېلو ستونزو سره مخ شي.

په همدغه حال کې، په دغه سایټ کې دا هم لیکل شوي: «له ۱۸۵ له وخته مخکې ږېږون پېښو کې ۱۶۳ یې سزارین او یوازې ۲۲ یې په طبعي ډول رامنځ ته شوې دي او د ۲۰۱ امېدوارو مېرمنو له ډلې، ۸۵ یې د حرارت لوړې درجې او ۶۱ یې وچ ټوخي لرلو سره د زېږون لپاره مراجعه کړې ده.»

همداراز د ایران «جمهوري اسلامي خبري اژانس» په نوم یو بل سایټ هم «کرونا په شدیدو مواردو کې د له وخته مخکې زېږون لامل ګرځي» تر عنوان لاندې مقاله کې لیکلي: « د جهرم طبي علومو پوهنتون د نسايي ولادي برخې متخصصینو د هغو څېړنو او مقالو پر بنسټ چې د کرونا وبا له پیله خپاره شوي دي، پر دې موضوع د نظر یووالی لري چې په حادو مواردو کې د امېدوارۍ پر مهال پر کرونا اخته کېدل کولای شي چې له وخته مخکې د زېږون او نیمګړي ماشوم پیدا کېدو لامل وګرځي.»

د مقالې په دوام کې لیکل شوي: «د کرونا په شدید ډول د اخته کېدو په صورت کې کله چې د مور وضعیت جدي وي، کرونا کولای شي د زېږون د دردونو د رامنځته کېدو سبب شې او یا هم ځیني وخت د ناروغې مور د خراب وضعیت له امله ډاکټران د مور د حالت د ښه کولو لپاره د وار له مخې زېږون القا کولو ته اړ شي.»

همدارنګه د «جمهوري اسلامي ایران» سایټ هم د «پر کرونا اخته ښځو کې له وخته مخکې زېږون ۶۰سلنه خطر زیاتوالي» تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده.

په دغه مقاله کې راغلي: «د یوې نوې څېړنې پایلې ښیي چې د امېدوارۍ پرمهال پر کرونا اخته کېدل د مخکې له وخته زېږون خطر ۶۰ سلنه زیاتوي.»

دغه خبري سایټ لیکلي، د کلفورنیا او سانفرانسیسکو پوهنتونونو څېړنوکي په یاده څېړنه کې متوجه شول، هغه امیدوارې مېرمنې چې د کرونا معاینې پایله يې مثبته ده، ښایي خپل ماشوم د ۳۷مې اونۍ له بشپړېدو مخکې دنیا ته راوړي.

سرچینې لیکلي، څېړونکي متوجه شول چې ځېنو ښځو ان ډېر ژر ولادتونه درلودل او ماشوم یې حتی د ۳۲مې اونۍ په کمه موده کې زېږېدلی دی.

د طب پوهان: کرونا  د جنین د سقط او یا هم له وخته مخکې زېږون لامل کېدای شي.

د کابل ښار په انتاني روغتون کې ټرېنر او متخصص ډاکټر فریدالله عمري پژواک ته وویل، دغه مېرمنې  له دې امله چې ټيټ معافیت کې دي، کله چې پر کرونا ناروغۍ اخته کېږي او کومې څېړنې چې په لومړيو کې تر سره شوې وې، کرونا د جنین د سقط کېدو او یا هم له وخته مخکې د زېږون لامل کېدای شي.

نوموړي امېدوارو ښځو ته سپارښتنه وکړه چې د امېدوارۍ پرمهال باید روغتیایي سپارښتنې (له ماسکه استفاده، په مکرر ډول د لاسونو مینځل، په سرپټو ځایونو کې راټولېدلو څخه ډډه کول، دوه متري واټن مراعاتول او خپل چاپېریال ضد عفوني کول) دې جدي مراعت کړي، څو پر کرونا له اخته کېدو وژغورل شي.

دغه‌راز سرچینې ټولو ته او په ځانګړي ډول امېدوارو مېرمنو ته سپارښتنه وکړه چې باید په خپله غذايي مینو کې له مېوو، سبزیو او داسې نورو خوراکونو څخه په کافي اندازه استفاده وکړي.

په دغه حال کې په مزارشریف روغتون کې د عمومي داخلي او کرونا متخصص ډاکټر محمدبصیر خبیر پژواک ته وویل، کرونا په څو حالتونو لکه غېر وصفي، خفیف، منځنۍ، شدیده او بحراني ډول ډلبندي کېږي.

نوموړي زیاته کړه، که امیندواره مېرمن پر کرونا اخته شوې وي او په ۱ او ۲ کټګورۍ کې وي نو ستونزمنه به نه وي، خو که په ۳، ۴ او ۵مه کټګوري کې راغلي وي نو باید په روغتون کې بستري شي.

د هغه په خبره، د امېدوارۍ پرمهال د ښځو د بدن معافیتي سیسټم کمزوری کېږي؛ ځکه چې جنین د مور له وینې تغذیه کوي او په نتیجه کې د هغې د ويټامینونو د کمښت او په ځانګړي ډول د کم‌خونۍ او بالاخره له وخته مخکې د زېږون لامل کېږي.

په افغان – جاپان روغتون کې د کیفیت د کنترول مسوول او د کرونا ټرېنر ډاکټر حشمت‌الله فیضي وویل، کله چې امېدوارې مېرمنې پر کرونا اخته کېږي نو له وخته مخکې زېږون کوي.

نوموړي زیاته کړه، کرونا د امېدوارې مېرمنې د بدن د معافیت د ټيټېدو لامل کېږي او په پایله کې د جنین د سقط کېدو او له وخته مخکې د زېږون لامل ګرځي.

سرچینې زیاته کړه: «کله چې یوې امیدوارې مور ته د کرونا نښې نښانې پیدا کېږي، باید ډاکتر ته لاړه شي، څو تر درملنې لاندې ونیول شي.»

د هغه په خبره، د امېدوارو مېرمنو په ګډون هغه ټول خلک چې پر کرونا اخته کېږي، باید له ډېرو مایعاتو څخه استفاده او ارام وکړي.

Visits: 122

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.