Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان د ډېرو سیمو اوسېدونکي لومړنیو خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

ترینکوټ (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱): د اروزګان د مرکز ترینکوټ اړوند د سرخ‌مرغاب، ککرک، بلوڅي، دهجوز او ځېنو نورو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه کسان چې د اروزګان ولایت مقام ته د اعتراض په توګه راغلي وو وايي، د پاکو اوبو، سړکونو، پلونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو په ګډون د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او له پامه غورځول شوي دي.

دوی په ولایت مقام کې مسوولینو ته وویل، که څه هم د استوګنې سیمې یې د مرکز ترینکوټ په څنډه کې پرتې دي خو له هر ډول خدماتو بې‌برخې پاتې شوي دي.

د سرخ مرغاب سیمې یوه اوسېدونکي شېر علي وویل، هغوی له پامه غورځول شوي او په نوم یې راغلې ټولې مرستې او دولتي خدمات نورو سیمو او خلکو ته ورکول شوي دي.

هغه زیاته کړه، کلی یې د ترینکوټ ښار په ۱۲ کیلومترۍ کې پروت دی خو هیڅ راز پاملرنه نه ده ورته شوې.

د ککرک او بلوڅي سیمو دوو نورو اوسېدونکو فضل‌الرحیم او خدایداد هم د اروزګان له ځايي مسوولینو غواړي چې ورسره کړې ژمنې عملي کړي او سیمو ته یې د بیارغنیزو پروژو په ګډون نور خدمات هم ورسوي.

فضل‌الرحیم وایي، له تېرو شلو کلونو راهیسې د هغوی په سیمه کې هیڅ ښوونځی او ښوونیز مرکز نه دی جوړ شوی چې ماشومان پکې زده‌کړې وکړي.

هغه زیاتوي، کابو یو نسل یې د زده‌کړو له نعمته بې‌برخې شوی او د پاتې ماشومانو راتلونکی هم له ګواښ سره مخ دی.

ځايي اوسېدونکی خدای‌داد بیا غواړي چې په سیمه کې دې یې د ښوونځيو په ګډون روغتیايي مرکزونه هم جوړ شي او په ټوله کې هر اړخیزه پاملرنه ورته وشي.

دی وايي، کلونه یې سیمې په دې پلمه له پرمختګه پاتې شوې چې ګواکې ناامني ده، خو اوس امنیت راغلی او هر راز پرمختګ او فعالیت ته زمینه برابره شوې ده.

دوی همدارنګه غواړي چې د وروستیو سېلابونو له امله د ور اوښتو زیانونو د جبرانولو په موخه مرستې ورسره وشي او د هغوی د کورونو د جوړېدو په ګډون دې بشري مرستې هم ورباندې ووېشل شي.

د اروزګان ولایتي مسوولین د ځايي اوسېدونکو ستونزې پر ځای بولي او د حل لپاره یې له اړوندو ادارو او موسسو سره پر لارو چارو د بحث ژمنه کوي.

د اروزګان والي ملا محمدخان دعوت وايي، هڅه کوي چې ټولو سیمو ته په یو ډول دولتي خدمات ورسوي او ټول خلک ورڅخه برخه‌من شي.

هغه له خلکو سره ژمنه وکړه چې د اړوندو ادارو مسوولین به راغواړي او بېلابېلو سیمو ته د خدماتو پر رسولو به خبرې ورسره وکړي.

دی وايي، دا چې اوس په ټول ولایت کې امنیت ټینګ شوی او خلکو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شوې نو اړتیا ده چې په تېرو کلونو کې له پامه غورځول شوو سیمو ته پاملرنه زیاته شي.

د هغه په خبره، دا مهال هغو خلکو ته د مرستو ور رسولو لړۍ روانه ده چې په وروستیو سېلابونو کې ځاني او مالي زیانونه ور اوښتي دي.

دغه‌راز نوموړي یادونه وکړه چې په ځینو سیمو کې له هغو خلکو سره د کورونو جوړولو په برخه کې مرسته روانه ده چې د تېرو جګړو له امله نړېدلي دي او هغوی یې د رغولو توان نه لري.

د یادونې ده چې له دې مخکې د اروزګان د لرو سیمو اوسېدونکو هم ورته شکایتونه کړي او له حکومته یې د خدماتو غوښتنه کړې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.