ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار غونډې پرېکړه لیک: هغه هېواد چې امریکا سره يې د کابل وروستي برید کې مرسته کړې په جرم کې شریک ګڼل کیږي

د کندهار غونډې پرېکړه لیک: هغه هېواد چې امریکا سره يې د کابل وروستي برید کې مرسته کړې په جرم کې شریک ګڼل کیږي

author avatar
19 Aug 2022 - 03:18
د کندهار غونډې پرېکړه لیک: هغه هېواد چې امریکا سره يې د کابل وروستي برید کې مرسته کړې په جرم کې شریک ګڼل کیږي
author avatar
19 Aug 2022 - 03:18

کندهار (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۱) په کندهار کې د علماوو، قومي مشرانو او نورو کسانو لویه غونډه د یوه پرېکړه په صادرولو سره پای ته ورسېده.

د دې یوې ورځنۍ غونډې په نیمايي کې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت الله اخندزاده وینا وکړه، او له خلکو څخه یې وغوښتل چې د اسلامي او شرعي نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي.

د هغه له وینا سره سم په غونډه کې له خبریالانو څخه د هغوی کاري وسایل ټول شول او هغوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې د اسلامي امارت د مشر خبرې ثبت کړي.
شېخ هبت الله اخندزاده وویل، اوس مهال په افغانستان کې له ډېرو قربانیو وروسته امن، اسلامي نظام او ازادي راغلې نو ساتنه یې پر ټولو افغانانو فرض ده.
ده وویل: «زما سره ټول مجهادین په نظریه او عقیده راسره دي، اوس چې جهاد په عملي توکه پای ته رسېدلی اوس به هغه څه کوئ چې له جهاد څخه مقصد وو او سوچه اسلامي نظام به وي.»
هغه زیاته کړه، له نړۍ سره په ټوله هغه څه کې تعامل کولای شي چې په هغه کې د شریعت، اسلام او ملي ګټو خلاف څه نه وي.
د اسلامي امارت مشر وویل، په تیرو شلو کلونو کې طالبانو په افغانستان کې هیڅ کس په قصدي توګه نه دی وژلی بلکې هغه کسان به یې وژلي وي چې له کافرانو پلوي يې کول.
ده دغه راز له سیاسیونو او نورو کسانو وغوښتل چې د امارت پر ضد دي منفي تبلیغات نه کوي او امارت دي نه ضعیف کوي.
ده زیاته کړه: «سیاسیونو ته وایو چې امارت مه ضعیف کوئ، رسنیو او ټولو ته وایو چې د خدای په خاطر منفي تبلیغات مه کوئ مثبت تبلیغات وکړئ او هغه کسان چې په غرو کې جنګیږي له هغو څخه غواړو چې راشي معافي مو کړې ده تاسو ته به د شریعت مطابق حق درکول کیږي.»
هغه دغه راز پر سوداګرو هم غږ وکړ چې که په بهر کي دي یا په هېواد کې باید پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
د دې غونډې په وروستۍ برخه کې له نورو ویناوو وروسته شپاړلس ماده ییز پرېکړه لیک واورل شو.
په لومړۍ ماده کې په کابل کې د امریکا وروستی برید غندل شوی، د دوحې د تړون او نړیوالو قوانینو خلاف او دغه راز د افغانستان پر حریم تېری بلل شوی وو.
په دوهم ماده کې راغلي وو، هغه ګاونډي هېواد چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې ته یې په خپله فضا کې د الوتلو اجازه ورکړې وه هغوی هم په دې جنایت کې ورسره شریک دي.
«دا کړنه د ګاونډیتوب او اسلامیت خلاف عمل ګڼل کیږي، د همدې هېواد واکمنان باید پوه شي چې د افغانستان پر سر معامله کول او د افغانستان دښمنانو ته خپله خپله فضا او ځمکه کې د افغانستان پر ضد د فعالیت اجازه ورکول یقینا د دوی لپاره بدي پایلي لري.»
په دریمه ماده کې دغه راز ویل شوي چې ګاونډي هېوادونه باید هغه ورځې په یاد کړي چې افغانانو تیري کوونکو ته ماتي ورکړې.
دغه راز په څلورمه ماده کې بیا د افغانستان د جګړو لامل د پردیو د فکرونو او غوښتنو مطابق نظامونه بلل شوي وو.
په پنځه ماده کې بیا د ښځو د حقوقو په اړه ویل شوي چې ښځه په میراث کې ونډه لري، ولور د هغې شخصي حق دی باید هغې ته ورکړل شي، ښځه باید د هیچا په بدي کې ورنه کړل شي، کونډه د خپل مال او ځان اختیار لري او همدا رنګه بالغه پېغله هم د هغې له رضا پرته څوک په نکاح نه شي ورکولای.
دغه راز په دې پرېکړه لیک کې د اسلامي امارت له مشر شیخ الحدیث هبت الله اخندزاده سره د غونډي ګډونوالو بیعت او د اسلامي امارت ملاتړ اعلان کړ.
دغه راز د داعش ډلې په اړه هم ویل شوي وو چې دا یوه باطله او د خوارجو ډله ده او هر ډول مرسته او اړیکه وسره ناروا عمل دی.
په پرېکړه لیک کې پر اسلامي امارت هم غږ شوی چې عدالت، دیني او عصري زده کړي، روغتیا، کرنې، صنعت، د اسلامي شریعت په رڼا کې د اقلیتونو، ماشومانو، مېرمنو او ټول ولس حقونو او په ټوله کې هر اړخیز پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

Visits: 2230

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.